کابل (پژواک٤ زمرى٩٢): لويه څارنوالۍ وايي، د هغو وکيلانو ممنوع الخروجي مؤقتا لرې شوې، چې څارنوالۍ ته يې د تحقيق لپاره مراجعه کړې ده.
شاوخوا دوې مياشتې وړاندې د ماليې وزير حضرت عمر زاخيلوال د ولسي جرګې پر غړو عبدالظاهر قدير، محمدعظيم محسني، سميع الله صميم، محمدعارف رحماني، محمودخان سليمان خېل اوحميدزى لالى په ناقانونه کړنو تورن کړل، خو وکيلانو رد کړل .
وروسته څارنوالۍ له يادو وکيلانو غوښتنه وکړه چې څارنوالۍ ته حاضر شي، خو له يادو کسانو يواځې حميدزى لاى څارنوالۍ ته حاضر شو. وروسته څانوالۍ هم پاتې پنځه وکيلان د غبرګولي په ١٤مه ممنوع الخروج اعلان کړل.
خو د لويې څارنوالۍ وياند بصير عزيزي نن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له يادو پنځو وکيلانو څخه ځينې يې څارنوالۍ ته د تحقيق لپاره حاضر شوي دي.
ده زياته کړه، د همدغو حاضر شويو وکيلانو ممنوع الخروجي د موقت وخت لپاره رفعه شوې ده.
خو نوموړي د کوم وکيل نوم په ډاګه نه کړ او ويې ويل: “په دې مرحله قانون اجازه نه ورکوي، چې ووايي کوم وکيل حاضر شوى او کوم نه.”
خو د هغه په وينا، د هغوى دوسيې تر څېړنې لاندې دي.
دا په داسې حال کې چې ناتاييد شوي راپورونه وايي، چې سميع الله صميم تېره ورځ سعودي ته تللى دى.
د کابل د نړيوال هوايي ډګر قوماندانۍ د دفتر يو کارونکي صاحب شاه نن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د صميم د ممنوع الخروج رفع کېدو امر د لوىې څارنوالې له لوري دوى ته رسېدلى دى.
هغه د ځينو راپورونو په اړه چې ګواکې صميم بهر ته سفر کړى، وويل : ((زه يې د سفر په اړه معلومات نه لرم.))
د اطلاعات ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کې د يوې سرچينې په حواله، چې نوم يې نه دى څرګند شوى، ليکلي، چې د ولسمشر لومړي مرستيال محمدقسيم فهيم، لوى څارنوال ته په سختو ټکو کې ويلي، چې د صميم ممنوع الخروج امر لغوه کړي.
د دې راپور له مخې، سميع الله صميم تېره ورځ سعودي عربستان ته تللى دى .
په ياد راپور کې راغلي، چې مارشال فهيم له صميم سره سوداګريزې اړيکې لري.
په راپور کې راغلي، چې لوى څارنوال د صميم د ممنوع الخروج امر د لرې کولو مکتوب د خپل وياند بصير عزيزي په لاس استولى او له صميم څخه يې غوښتنه کړې، چې دا خبره مطبوعاتي نه کړي.
هڅه مو وکړه، چې په دې اړه له صميم سره خبرې وکړو، خو اړيکه ورسره ټينګه نه شوه.
خو د لويې څارنوالۍ وياند عزيزي يادې خبرې ردوي او وايي، چې دغه موضوع هېڅ نه ده پېښه شوې.
هغه زياته کړه: “د لوى څارنوال الکو او مارشال فهيم ترمنځ اړيکې دوستانه او له دولتي موقفه اخوا د ورورګلوۍ په کچه دي.”
د ممنوع الخروج اعلان شويو وکيلانو له ډلې مو له محمدعظيم محسني څخه وپوښتل، چې د پاتې څلورو نورو وکيلانو د ممنوع الخروج د لرې کولو امر هم شوى او که نه، هغه وويل: ((ما څارنوالۍ ته مراجعه نه ده کړې او زما په اړه يې د ممنوع الخروج امر هم نه دى لرې کړى.))
هغه وايي، ولسي جرګې لوى څارنوال محمداسحاق الکو سلب صلاحيت کړى او تر هغه چې الکو لوى څارنوال وي، دى څارنوالۍ ته مراجعه نه کوي.
ولسي جرګې د ١٣٩٠ کال د چنګاښ په مياشت کې لوى څارنوال په غياب کې د هغه د سلب اعتماد پرېکړه وکړه، خو الکو تراوسه پر خپله څوکۍ پاتې دى.
محسني د صميم د سفر او ممنوع الخروجۍ د لرې کولو په اړه وويل: ((نه زه يې په اړه معلومات نه لرم.))
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن