کلات ( پژواک، ۴ زمری ۹۲): وسله والو طالبانو په زابل ولايت کې د يوې پوستې ۱۲ پوليس له مسمولو وروسته تښتولي دي.
ددې ولايت يوې امنيتي سرچينې، چې د نوم له اخيستلو يې ډډه کوله، د زمري په ۴مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دا پېښه پرون په شاجوی ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
سرچينې زياته کړې ، چې وسله والو طالبانو پر يوې پوستې تربريده وروسته ۱۲ پوليس مسموم کړي او بيا يې هغوی له وسلو او مهماتو سره يو ځای تښتولي دي.
امنيتي سرچينه وايي ، چې ځواکونو يې په سيمه کې چاڼيز عمليات پيل کړي دي.
د زابل امنيه قوماندان مل پاسوال روغ ليوني له دې پېښې ناخبري ښودلې ده، خو وسله والو طالبانو ددې پوليسو د تښتولو مسووليت پر غاړه اخيستی دی.
د يادونې ده ، چې تر دې مخکې په يو شمير ولايتونو کې ګڼ شمير پوليس له مسمومولو وروسته وژل شوي دي
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP