منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۵۵ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

طالبانو په زابل کې ۱۲ پوليس له مسمومولو وروسته تښتولي

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۴۸ کتنې

کلات ( پژواک، ۴ زمری ۹۲): وسله والو طالبانو په زابل ولايت  کې د يوې پوستې ۱۲ پوليس له مسمولو وروسته تښتولي دي.

ددې ولايت يوې امنيتي سرچينې، چې د نوم له اخيستلو يې ډډه کوله، د زمري په ۴مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دا پېښه پرون په شاجوی ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

سرچينې زياته کړې ، چې وسله والو طالبانو پر يوې پوستې تربريده وروسته ۱۲ پوليس مسموم کړي او بيا يې هغوی له وسلو او مهماتو سره يو ځای تښتولي دي.

امنيتي سرچينه وايي ، چې ځواکونو يې په سيمه کې چاڼيز عمليات پيل کړي دي.

د زابل امنيه قوماندان مل پاسوال روغ ليوني له دې پېښې ناخبري ښودلې ده، خو وسله والو طالبانو ددې پوليسو د تښتولو مسووليت پر غاړه اخيستی دی.

د يادونې ده ، چې تر دې مخکې په يو شمير ولايتونو کې ګڼ شمير پوليس له مسمومولو وروسته وژل شوي دي