Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په کویټه کې افغان دیپلومات نادرکه شوی

کابل ( پژواک ۶ زمری ۹۲ ) : د پاکستان په بلوچستان کې دافغانستان دکونسلګرۍ یو ډیپلومات له تیرو پنځو ورځو راهیسې نادرکه شوی دی.

پاکستانیو رسنیو د زمري په ۶مه، خبر ورکړی، چې دغه افغان دیپلومات محمد هاشم نومیږي او د کویټې ښار د افغان کونسلګري د پاسپورټ په څانګه کې دنده ترسره کوي.

د هاشم زوی صدیق الله ویلي دي چې پلار یې د زمري له دویمې نیټې راهیسې د کویټې ښار له سټیلایټ ټاون سیمې څخه نادرکه شوی دی.

هغه زیاته کړې چې له تیرو څلورو ورځو راهیسې یې له پلار سره هیڅ ډول اړیکه نه ده نیول شوې او نه دوی یې په اړه معلومات لري.

په کویټه کې دافغانستان کونسلجنرال غلام محمد بهادر هم د هاشم د نادرکه کیدو خبر تایید کړی دی او زیاته کړې چې له ځایي چارواکو سره یې په  دې اړه اړیکې نیولي دي.

دیادونې وړ ده چې تیره میاشت په اسلام اباد کې دافغانستان دسفارت یو دیپلومات په یوه وسلوال برید کې ټپي شوی و.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.