هرات (پژواک ٦ زمرى ٩٢): چارواکي وايي، چې د هرات د شينډنډ ولسوالۍ د پوهنې مدير عبدالرحيم بېمار د نا پېژانده وسله والو له لوري ووژل شو.
د شينډنډ ولسوال لعل محمد عمرزي د زمري په ٦مه پژواک اژانس ته وويل، چې د پوهنې مدير پرون ماښام د روژه ماتي پر مهال د دوو وسله والو موټرسايکل سپرو له لوري وژل شوى دى.
ولسوال زياتوي، چې د مدير د وژنې په تور يو تن شکمن له ماين سره د پوليسو له خوا نيول شوى دى.
عبدالرحيم بېمار شاوخوا ٦٠ کاله عمر درلود او له تېرو اتو کلونو راهيسې د شينډنډ د پوهنې مدير و.
د سيمې يو اوسېدونکى انورشاه وايي، چې د پوهنې مدير په وژل کېدو به د شينډنډ د پوهنې په بهير کې ستونزې زياتې شي.
نوموړى زياتوي، چې د پوهنې مدير عبدالرحيم بېمار په تېرو اتو کلونو کې د پوهنې په ډګر کې ډير کار کړى او هڅې يې د ستاينې وړ دي.
د ده په وينا، چې د پوهنې د مدير تر ټولو ستره لاسته راوړنه دا وه، چې د سيمې په ښوونځيو کې يې په مورنۍ ژبه زده کړو ته شرايط برابر کړل.
دا په داسې حال کې ده، چې شاوخوا لس ورځې مخکې د هرات د کرخ ولسوالۍ د څارنوالۍ اداري مدير او د ولسمشر د امنيت شورا د سلاکار سپنتا ورور هم ناپېژانده وسله والو وژلى و.
د شينډنډ د پوهنې د مدير د وژنې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن