کابل (پژواک ٦ زمرى ٩٢): د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې په مشرۍ، د واليانو ملي کنفرانس د پرېکړو او غوښتنو د پلي کولو لپاره د سکتوري، امنيتي او قضايي ارګانونو تر منځ د همغږۍ لومړۍ غونډه جوړه شوه.
په دې غونډه کې ، چې د زمري په ٦مه په کابل کې جوړه شوې وه، د چارو د ادارې لوی رياست، د کرنې، ماليې، سوداګرۍ، ښځو چارو وزارتونو مرستيالانو، سترې محکمې، دفاع او کورنيو چارو وزارتونو استازو برخه اخيستې وه.
د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې له خوا پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې ادارې د پاليسۍ مرستيال دوکتور فريد ماموندزي د واليانو د ملي کنفرانس د پرېکړو پلي کېدل د سيمه ييزې حکومتوالۍ د ښه کېدو، متوازنې پرمختيا، د مرکز او ولايتونو تر منځ د همغږۍ د لا زياتېدا لپاره مهم وبلل.
نوموړي د دغو پرېکړو د پلي کېدو لپاره د جمهوري رياست د عالي مقام له خوا د فرمان د صادرېدو يا د وزيرانو شورا د عالي مجلس د مصوبې د تصويب وړانديز وکړ، چې د غونډې د ګډونوالو له خوا ومنل شو.
د سرچينې په وينا، وروسته د مجلس نورو برخوالو د واليانو په ملي کنفرانس کې پر خپلو کړو ژمنو يو ځل بيا ټينګار وکړ او د هغو د پلې کېدو لپاره يې د عمل د يوې برنامې غوښتنه وکړه.
د غونډې برخوالو وويل، چې د عمل په دې برنامه کې دې د ټولو اړوندو ارګانونو کارونه او د کارونو د ترسره کولو وخت مشخص شي.
د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکه اداره به له اړوندو ارګانونو سره په ګډه د دې برنامې د جوړولو د همغږۍ چارې پر مخ بيايي.
د يادولو ده، تېره مياشت د واليانو په ملي کنفرانس کې د نورو غوښتنو تر څنګ د واليانو، امنيتي او قضايي ارګانونو تر منځ د همغږۍ د زياتېدو، د دندو د لا مشخصېدو، واليانو ته د واکونو زياتولو او ولايتونو ته د څلوېښت فيصده بوديجې د انتقال غوښتنې شوې وې.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن