Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

“د پاکستان نصاب د پکتيکا په هېڅ ښوونځي کې نه تدريس کېږي”

ښرنه (پژواک ٧ زمرى ٩٢): د پکتيکا والي محب الله صميم د سولې او جګړې انسټيټيوت هغه راپور په کلکه رد کړ، چې په پکتيکا کې د وسله والو مخالفينو تر ولکې لاندې سيمو په ښوونځيو کې په اردو ژبه پاکستانى نصاب تدريس کېږي.

 

څو ورځې مخکې د سولې او جګړې انسټيټيوت راپور خپور کړ، چې د پکتيکا په برمل ولسوالۍ کې د ملا سيد محمد په نوم ښوونځي کې پاکستانی نصاب تدريس کېږي.

 

په راپور کې د يوه پنځلس کلن عمران خان په نوم هلک چې ځان د اتم ټولګي زده کوونکی بولي له قوله ليکل شوي، چې د پاکستان د تاريخ په اړه پر خپله زياته پوهه وياړي او د خپل هېواد د تاريخ په اړه ورته پوښتنو ته حيرانتيا ښکاره کوي.

 

د پکتيکا ولايت د رسنيو له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د پکتيکا ولايت سيمه ييزه اداره د خپل مسؤوليت په احساسولو سره د ياد راپور ټول مواد له حقايقو لرې بولي او په سختو ټکو يې غندي.

 

خبرپاڼې د پکتيکا د والي محب الله صميم له خولې ليکلي،  پکتيکا چې د ډيورنډ له کرښې سره ( ۳۳۶ ) کيلومتره اوږده ګډه پوله لري په پنځو سرحدي ولسواليو کې کرښې ته نږدې په خپله سيمه کې له ټولو ښوونځيو څخه په پرله پسې توګه څارنه شوې ده.

 

خبرپاڼه د صميم خبره را اخلي، په ټوله پکتيکا او سرحدي سيمو کې دا ډول پېښه نه ده رامنځته شوې،چې په کوم ښوونځي کې دي د پاکستان نصاب په اردو ژبه تدريس شي.

 

خبرپاڼه کاږي، د ګاونډي هېواد استخبارات تل هڅه کوي نه يوازې له پوځي لارې بلکې له نورو لارو په ګټې اخيستنې زموږ د هېواد بنسټونه ويجاړ کړي.

 

 پرديو استخباراتو په دې اړه لا له وړاندې په بېلابېلو ډولونو د پکتيکا ولايت په سرحدونو کې هڅې پېل کړې تر څو دا ځل زموږ د پوهنې بهير، چې ګړندی روان دی ټکنی کړي.

 

خبرپاڼه زياتوي، په ياد راپور کې له حقايقو لرې  ښکرور درواغ ليکل شوي، چې له امله يې د هېواد دننه او بهر د زيات شمېر هېوادوالو اندېښنې راولاړې کړې دي.

 

 د پکتيکا والي محب الله صميم هم په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وويل: ((دښمن ته به اجازه ورنه کړو تر څو خپل شوم اهداف په اسانۍ ترلاسه کړي. زه د پکتيکا د والي په توګه ټولو هېوادوالو ته ډاډ ورکوم، چې د يوه ريښتيني افغان او مسؤول په توګه به هيڅ يرغلګر ته  اجازه ورنه کړم، چې زما په مقدسه خاروه کې خپلو موخو ته ورسېږي.))

 

دغه راز د پکتيکا د پوهنې رييس کوچي ځاځي هم له پژواک سره په خبرو کې خپور شوی راپور وغانده او زياته يې کړه، په ټوله پکتيکا کې د پوهنې رياست په چوکاټ کې داسې ښوونځى نشته، چې د پاکستان نصاب او پردۍ ژبه دې په کې تدريس شي.

 

د پوهنې رييس وايي، کېدای شي د برمل ولسوالۍ په ځينو ديني مدرسو کې، چې له پوهنې رياست سره رسميت نه لري، د پاکستان د نصاب ځيني کتابونه تدريس شي.

 

پرون د پوهنې او بهرنيو چارو وزارتونو هم د پکتيکا د برمل په ښوونځيو کې د پاکستان نصاب او د اردو ژبې د تدريس خبره رده کړې وه.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.