Language

په شمال کې د اداري فساد ۱۰۰ پېښې ثبت شوې دي

مزارشريف ( پژواک ٩ زمرى ٩٢ ) : د شمال زون د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې مسوولين وايي، چې په بلخ ولايت کې د ولسمشر ۴۵نمبر فرمان په پوره توګه عملي شوی او لسګونه تنه ، چې په اداري فساد کې يې لاس درلود، عدلي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

د روان لمريز کال په لومړيو درې مياشتو کې د ادراي فساد ۱۰۰ پېښې ثبت او د زياتو څېړنو په موخه يې اړوندو ادارو ته  معرفي کړې دي.

په مزارشريف کې د اداري فساد د کچې د کمښت په موخه د ملګرو ملتونو د دفتر  (UNAM)په همغږۍ د بلخ ولايت د دولتي، امنيتي او قضايي چارواکو ګډه ناسته وشوه، چې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې کمېسيون مسوولينو، د شمال زون د بشري حقونو کمېسيون مسوول او د ملګرو ملتونو يو شمېر استازو هم په کې ګډون درلود.

په مزارشريف کې د شمال زون د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې رييس شمس الله جاويد له يادې ناستې څخه وروسته خبريالانو ته وويل، چې دغه ناسته په بلخ ولايت کې د اداري فساد د له منځه وړلو او د ولسمشر د ۴۵نمبر فرمان د پلي کېدو د څارنې په موخه ترسره شوه.

نوموړي زياته کړه، چې په بلخ ولايت کې د اداري فساد د له منځه وړلو په اړه د ولسمشر ۴۵نمبر فرمان په پوره توګه عملي شوی دی.

د هغه په وينا، همداراز په ياده غونډه کې د اداري فساد پر وړاندې د عدلي او قضايي ادارو تر منځ د همغږۍ راوستو هڅه وشوه، چې منځته راغله.

جاويد وويل، دوی له عدلي، قضايي او امنيتي ارګانونو سره دې نتيجې ته ورسېدل، چې د اداري فساد پر وړاندې د روانې مبارزې د لا ګړنديتوب په موخه بايد ګډه کمېټه سره جوړه کړي.

د هغه په وينا، په همدې ورځو کې يو دولتي کارمند، چې له يو تن څخه د کار د تر سره کولو په بدل کې د ۳۰ زره امريکايي ډالرو رشوت اخيستو باندې تورن و؛ دوی ونه شواى کړای، چې قانون ته يې وسپاري.

د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې رييس وويل، چې د عدلي او قضايي ارګانونو سره يې ګډه کمېټه د همداسې ستونزو د چټک حل په موخه جوړه کړه.

نوموړي زياته کړه، چې د شمال زون د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې کمېسيون د روان لمريز کال په لومړيو درې مياشتو کې د اداري فساد ۱۰۰ پېښې ثبت او اړوندو ادارو ته يې معرفي کړي، په فساد کې ښکېل شپږ کسان يې نيولي او له دوه زره څخه ډېرو عامو خلکو ته يې د  اداري فساد په اړه معلومات ورکړي دي.

همداراز د بلخ ولايت د پوهنې رياست کې د اداري فساد دوسيه بشپړه شوې او اړوندو ارګانونو ته استول شوې ده.

Related Topics