Language

مزارشريف ( پژواک، ١٠ زمرى٩٢):د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د سلګونو ځوانانو تر منځ د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د سيرت سيالي تر سره شوه.

دغه سيالي په مزارشريف ښار کې د شهيد عبدالقادر توانا بنسټ له خوا تر سره شوه، چې د بلخ ولايت ۷۰۰ ځوانانو (هلکانو او نجونو) پکې برخه اخیستې وه.

د دغه بنسټ مشر عبدالروف توانا د زمري په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وویل، چې له دغې سيالۍ څخه يې موخه نړۍ ته، د نيکمرغۍ، ورورولۍ، سولې او انسانيت دين په توګه د اسلام معرفي کول دي، چې د هغو خلکو د لارې پر وړاندې خنډ شي، چې اسلام د ترور، جنګ او نورو بدمرغيو په توګه معرفي کوي.

نوموړي زياته کړه، نن سبا، چې چېرته ترور وشي، جنګ وشي، وينه تويې شي، نو د اسلام نوم ورسره تړل کېږي، چې اسلام هېڅکله د دغو کړنو تبليغ نه کوي.

د هغه په وينا، د دغې سيالۍ ملاتړ  د بلخ ولايت ملي سوداګرو، په ولسي جرګه کې د بلخ ولايت ځينو وکيلانو او يو شمېر رسنيو کړی دی.

توانا وويل، چې د سيرت په سيالۍ کې د بلخ ولايت د بېلا بېلو ښوونځيو زده کوونکو او د بلخ پوهنتون محصلينو برخه اخيستې وه.

نوموړي زیاته کړه، چې په ياده سيالۍ کې ۲۰ ځوانانو ۱۰۰نومرې او ۱۵۰ ځوانانو له ۹۰ څخه زیاتې نومرې يوړلې.

سيمع الله قاري زاده، چې په ياده سيالۍ کې يې برخه اخیستې وه، د هغو ځوانانو له ډلې څخه دی، چې ۱۰۰ نومرې يې ګټلې دي.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل، چې د يادې سيالۍ په موخه يې له تېرې يوې اونۍ راهيسې د رسول الله صلی الله عليه وسلم سيرت لوستلی دى.

د هغه په وينا، د سل نومرو په ګټلو دومره خوښ نه دى، لکه د سيرت په اړه، چې د خپلې کړې لوستنې څخه خوښ دی.

د هغه په وينا،د يادې سيالۍ له امله به په ځوانانو کې د حضرت (محمد صلی الله عليه وسلم) د سيرت د لوستنې مينه پيدا شي، چې د ژوند بنسټیزه لاره پکې نغښتل شوې ده.

Related Topics