کندهار (پژواک ١١ زمرى ٩٢): د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماين چاودنې د دوو ښځو په ګډون د يوې کورنۍ اوه تنه ووژل.
د کندهار د والي وياند فيصل جاوېد پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه چاودنه پرون ماښام هغه مهال رامنځته شوه، چې د يادې کورنۍ غړي د واده مراسمو ته پر لاره و.
نوموړي وويل، چې د دې کورنۍ درې تنه نور ټپيان شوي هم دي.
د والي وياند وايي، چې دغه لس تنه د ژېړۍ ولسوالۍ اسېدونکي او له دې ځايه د واده په مراسمو کې د ګډون لپاره ميوند ولسوالۍ ته روان وو، چې پر زرنج موټرسايکل يې د سړک غاړې د ماين چاودنه رامنځته شوه.
فيصل ادعا کړې، چې دغه ماين د وسله والو مخالفينو له خوا ځاى پر ځاى شوى و.
خو د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې په دې پېښه کې يې درې سيمه ييز پوليس وژلي دي.
د دې مياشتې په لومړيو کې هم په خاکرېز ولسوالۍ کې د ماين چاودنې دوه ماشومان، اته ښځې او سړى ووژل.
د ملګرو ملتونو سازمان په دې وروستيو کې يو راپور خپور کړى او په کې ويل شوي، چې د وړم کال د لومړيو شپږو مياشتو په پرتله د سږ کال په ياده موده کې د ملکي تلفاتو په کچه کې ٢٣ سلنه ډېروالى راغلى دى.
په راپور کې راغلي، چې په دې موده کې له ١٣٠٠ ډېر ملکي وګړي وژل شوي دي.
د ملګرو ملتونو سازمان وايي، چې شاوخوا ٧٠ سلنه د دغو تلفاتو د وسله والو طالبانو له خوا رامنځته شوي، خو طالبانو بيا دغه څرګندونې رد کړې دي.