Language

د ننګرهار د ملي راډيو ټلويزون تخنيکي څانګه وسوځېده

جلال اباد (پژواک ١٤ زمرى ٩٢): د ننګرهار د ملي راډيو تلويزون په تخنيکي څانګه کې د اور لګېدنې له امله د يادې څانګې ټول وسايل په بشپړه توګه سوځېدلي دي.

د ننګرهار د ملي راډيو تلويزون امر انجنير زلمي د زمري په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار شپږ بجې او ١٥ دقيقې د ملي راډيو تلويزون په تخنيک څانګه کې د برېښنا د شارټۍ له امله اور ولګېد.

هغه زياته کړه، چې د دې اور لګېدنې له امله د دې څانګې ټول وسايل په بشپړه توګه سوځېدلي دي.

نوموړى  وايي: ((په اورلګېدنه کې څلور پايې کمرې، ډي وي ډي کمرې، د نشراتو ځانګړي وسايل او نور تخنيکي وسايل حريق شوي دي.))

انجنير زلمى د زيان په اړه دقيقه شمېره نه ښيي خو زياتوي چې د تخنيک څانګې ټول وسايل يې له منځۀ تللي دي.

د نوموړي په وينا، د اور وژنې کارکوونکي پر خپل وخت ور ورسېدل او اور يې تر کنټرول لاندې راوستلى دى.

د اطفايې مديريت د اور وژنې د څانګې امر محمدعارف وايي، چې دوى سيمې ته پر وخت رسېدلي او که چېرې لږ ځنډ يې کړى واى نو لرې نه وه چې د ننګرهار ملي راډيو تلويزون ټوله ودانۍ د اور خوراک شوې واى.

ياده دې وي، تېره ورځ هم په جلال اباد ښار کې د څپلکو او غالۍ پلورلو په مارکېټ کې اور لګېدنې لسګونه دوکانونه وسوځول.

د ولايتي چارواکو په وينا، چې په دې اور لګېدنه کې شاوخوا ٢٥ ميليونه افغانۍ زيان اوښتى دى.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.