مزار شریف ( پژواک ۱۴ زمری۹۲) د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې د مرستو دویشلو پرمهال د ګڼې ګوڼې او بې نظمۍ له امله دوه تنه مړه شوي او ۸ ټپیان دي.
د بلخ دامنیه قوماندانۍ دامنیت امر سمونوال عبدالرزاق قادري د زمري په ۱۴مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا پيښه نن ماښام ته نږدې په شاوخوا شپږو نیمو بجو روضې ته څیرمه رامنځته شوه.
هغه زیاته کړه چې په دې سیمه کې دغضنفر ګروپ پر بې وزلو خلکو د مرستو د ویش پر مهال بې نظمي رامنځته شوه او خلکو د مرستې پر ګودام برید وکړ.
د قادري په وینا، د یاد ګروپ ساتونکو او خلکو ترمنځ اخ و ډب رامنځته شوه او وروسته ساتونکو پر خلکو ډزې وکړې چې له امله یې دوه تنه ووژل شول او اته نور ژوبل شوي دي.
د اسدالله په نامه د پيښې یوه عیني شاهد پژواک ته وویل چې د مرستو د ویش له پیل څخه ګډوډي ډیره وه او سم پلان ورته نه و نیول شوی او نه هم سم تنظیم شوی و.
د هغه په وینا، د همدې ګډوډۍ له امله شخړه رامنځته او خلکو ته مرګ ژوبله واوښته.
دیادونې وړ ده چې څو ورځې مخکې په جلال اباد ښار کې د والي ګل اغاشیرزي لخوا دمرستې د ویشلو پر مهال هم یو تن وژل شوی و او یو شمیر نور ټپي وو.