مزارشريف ( پژواک ١٥ زمرى ٩٢ ): په سرپل ولايت کې د هغه زلمکي کورنۍ ، چې له جنسي تېري وروسته په دار ځړول شوی، له دولت څخه د خپل زوی د قاتلينو د نيولو غوښتنه کوي.
تېره ورځ د سرپل ولايت په مرکز کې د ناپېژندو کسانو له خوا ۱۳ کلن زلمکی له جنسي تېري څخه وروسته په دار ځړول شوی و.
د سرپل ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرووف تاج د زمري په ١٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه پېښه تېره ورځ د سرپل ولايت د مرکز په لومړۍ ناحيه کې را منځ ته شوې وه.
نوموړي زياته کړه، چې د دوی د لومړيو معلوماتو له مخې، د يادې سيمې د فيض محمد زوی ۱۳کلن محمد شريف د ناپېژندو کسانو له خوا د لنډې مودې لپاره تښتول کېږي او بيا په دار ځړول کېږي.
خو د سرپل ولايت د عامې روغتيا مسوولين وايی، چې دغه زلمکی له جنسي تېري وروسته د رسۍ په مرسته ځړول شوی او وژل شوی دی.
د عامې روغتيا رييس نورالحق جليل پژواک اژانس ته وويل، کله چې د محمد شريف جسد روغتون ته راوړل شو؛ نو د عدلي طب له لارې په ډاګه شوه، چې له جنسي تېري وروسته وژل شوی دی.
نوموړي زياته کړه، چې د طبي معاينو له مخې يې جنسي تېری او پر غاړه يې د رسۍ نښو او سوروالي څرګنده کړه، چې لومړى پرې چنسي تېری شوی او بيا د رسۍ په مرسته وژل شوی دی.
د وژل شوي زلمکي پلار فيض محمد پژواک ته وويل، چې زوی يې د اختر لپاره د خپلو ويښتانو د اصلاح کولو لپاره ښار ته وتلی و، چې له وتلو يو ساعت وروسته ورته کليوالو خبر راوړ، چې د اسياباد په ځنګل کې يې زوی پر ونه ځړول شوی دی.
نوموړي زياته کړه، چې له هېچا سره شخصي تربګني نه لري.
هغه له پوليسو څخه د پېښې د سمې څېړنې او پر زوى يې د جنسي تېري کوونکو او وژونکو د نيونې غوښتنه وکړه.
امنيه قوماندان وويل، چې دوی د پېښې په اړه ژورې څېړنې پيل کړې دي؛ خو لا يې د پېښې په تور څوک نه دي نيولي.
د شمال زون د بشر د حقونو رييس سيد محمد سامع د پېښې له پخلي وروسته وويل، چې ورته پېښې قانون څه چې له انسانيت سره هم په ټکر کې دي.
نوموړي زياته کړه، چې د دغه ډول پېښو اصلي علت ناپوهي او جهل دی.
سامع هم له امنيتي ارګانونو څخه د پېښې د سمې څېړنې غوښتنه وکړه.