Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ماشومان: د تومانچې پر ځاى قلم او کتابچه غواړو

کندوز (پژواک ١٦ زمرى ٩٢): په کندوز ښار کې ماشومانو يو کمپاين پر لاره اچولى او له ملي سوداګرو او هټۍ والو يې غوښتي، چې د پلاستکي جنګي توکو او پټاقيو پر ځاى دې هېواد ته قلم او کتابچې را واردې کړي.

دغه ماشومان، چې شمېر يې لسګونو تنو ته رسېده او له ځان سره يې چاپي پېغامونه هم لېږدول؛ نن د کندوز ښار ته راوتلي وو او په ماشومانه ژبه يې له هټۍ والو وغوښتل، چې د ماشومانو دغه ډول غولوونکي توکي دې نه را واردوي.

يوه وړوکي ماشوم اديب الله پژواک خبري اژانس ته وويل: ” موږ له سوداګرو غواړو، چې موږ ته د پټاقيو، پلاستکي وسلو، توپک او تومانچو پر ځاى قلم او کتابچې راوړي، څو موږ درسونه ووايو او خپل وطن ته خدمت وکړو او له خپلو همځولو غواړم، چې دغه شان شيان وانخلي.”

دغه ماشوم، چې ځان يې د شېرخان لېسې د څلورم ټولګي زده کوونکى راوپېژاند زياته کړه، چې د ماشومانو لاسي توکي دوى تاوتريخوالي ته هڅوي او په کوڅو کې د خلکو د ځور او کړاو سبب ګرځي او زموږ سوداګر بايد دغه ډول توکي له ګاونډيو هېوادونو په ځانګړې توګه له پاکستانه را وارد نکړي.

يوه بل ماشوم مسعود وويل: ” نن په ښار کې وګرځېدو او پر سوداګرو او دوکاندارانو مو دغه پاڼې ووېشلې، څو د دغه ډول وسلو له واردولو ډډه وشي.”

په دې پاڼو کې ليکل شوي: ” د هېواد درنو ملي سوداګرو! د پلاستيکي وسلو او پټاقيو پر ځاى، قلم او کتابچې ته اړتيا لرو.”

دغه ماشومان وايي، چې ډېرى ماشومان له دغو پلاستيکي وسلو او توکو څخه د اختر په شپو ورځو کې ګټه اخلي، چې ډېرى وخت د دوى د ټپي کېدو لامل هم کېږي.

دغه کمپاين د بشر حقونو کمېسيون د سيمه ييز دفتر د ماشومانو څانګې په مرسته، د افغانستان د فرهنګ او رسنيزو اړيکو د بنسټ له لوري پر لاره اچول شوى و.

د دغه بنسټ مشر ذبيح الله مجيدي وايي، چې د دغه ډول ساتېريو توکو پلور د ماشومانو تر منځ د تاوتريخوالي لامل ګرځي او په حقيقت کې د ماشومانو تر منځ د تاوتريخوالي او جګړې د فرهنګ د ترويج سبب کېږي او له همدې امله يې دغه کمپاين د اختر په ورځو کې پر لاره اچولى، څو د دې کار مخه ونيسي.

هغه له خلکو وغوښتل، چې خپل ماشومان د پټاقيو له کارولو لرې وساتي او له امنيتي چارواکو يې وغوښتل، چې په دې اړه ډېره پاملرنه وکړي.

د کندوز ښار يوه اسېدونکي عبدالحى وويل: ” که د ښوونځي ماشومان د پوقاڼۍ، تومانچې او پټاقۍ پر ځاى قلم او کتابچه واخلي او خپلې زده کړې او درسونو ته مخه کړي، موږ او تاسو ته د وياړ ځاى دى.”

هغه له ملي سوداګرو وغوښتل، چې د خپل هېواد لپاره د دې پر ځاى، چې پوقاڼۍ او تومانچې را واردې کړي، د زده کوونکو د ذهنونو د ظرفيت لوړاوي ته دې پاملرنه وکړي.

د کندوز د بشر حقونو کمېسيون د ماشومانو د ساتنې څانګې مسوول بسم الله وزيري هم د کمېسيون اندېښنه د ماشومانو د دې ډول توکو له پلور څخه څرګنده کړه او له امنيتي او کشفي ارګانونو يې وغوښتل، چې د دغو توکو د واردولو مخه ونيسي.

خو د کندوز د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول سيد سرور حسيني وويل، چې پوليس د دغه ډول توکو د پلور د مخنيوي په موخه ځينې پروګرامونه په لاس کې لري او که څوک په دې کار لاس پوري کړي نو له هغوى سره به قانوني چلن وکړي.

په دې ورستيو کې د کورنيو چارو وزارت هم يوه اعلاميه خپره کړې او له خلکو يې غوښتي، چې د اختر په ورځو کې دې د باروتو (پټاقيو) له کارولو ډډه وکړي، که نه نو له قانوني چلن سره به مخ شي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.