کابل ( پژواک ۱۶ زمری ۹۲ ) : دافغانستان سترې محکمې اعلان وکړ، چې میاشت لیدل شوې او سبا پنجشنبه د نیکمرغه کوچني اختر لومړۍ ورځ ده.
د افغانستان دسترې محکمې ددارالافتا رییس مولوي صدیق الله مسلم د زمري په ۱۶مه، دشپې ناوخته په ملي تلویزیون کې اعلان وکړ، چې په سعودي عربستان کې دشوال میاشت لیدل شوې ده.
هغه زیاته کړه چې دسعودي سترې محکمې په دې اړه شرعي شهادتونه ترلاسه کړي وو او سبا یې دنیکمرغه کوچني اختر لومړۍ ورځ اعلان کړې ده.
د پژواک خبري اژانس اداره نیکمرغه کوچنی اختر ټولو هیوادوالو ته مبارکي وایي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP