Language

په بلخ  کې د پستې ځنګلونه له سره احيا کېږي

مزارشريف (پژواک ١٨ زمرى ٩٢): د کرنې وزارت په بلخ ولايت کې د پستې د ځنګلونو د احيا کولو چارې پيل کړې او په يو شمېر ولسواليو کې لسګونه زره نيالګي کېنول شوي دي.

د بلخ د ځايي چارواکو په وينا، په خلم ولسوالۍ کې په ۱۵۰۰ سوه جريبه ځمکه کې د پستې د ځنګلونو په موخه د نيالګيو د کېنولو چارې بشپړې او په ۱۲۵۰ جريبه ځمکه کې پيل شوېدي.

د بلخ د کرنې او مالدارۍ رييس کاتب شمس پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د خُلم بازار سوېل لور ته د جهانما باغ ته څېرمه غونډيو کې د خوړو نړيوال سازمان  (WFP) د خوراکي توکو په بدل کې د کار کولو د پروګرام له مخې پر ۱۵۰۰زره جريبه ځمکه د پستې د باغونو د جوړېدو په موخه د نيالګيو کېنولو چارې بشپړې شوې دي.

نوموړي زياته کړه، چې دغه لړۍ دوه کاله مخکې پيل شوې وه او تېره اونۍ پای ته ورسېده.

د هغه په وينا، په ياده ۱۵۰۰زره جريبه ځمکه کې ۳۳زره د پستې نيالان او ۶ زره د ناجونيالګي کېنول شوي دي.

شمس وويل، چې د يادو ځنګلونو د خړوب په موخه د غونډيو پر سر په لس جريبه ځمکه کې حوضونه جوړ شوي، چې د خړوب د نوي سيستم (قطره يي سيستم) له لارې اوبه کېږي.

نوموړي زياته کړه، چې همداراز د يادو ځنګلونو د جوړېدو له امله د سيمې زيات شمېر کرنيزه ځمکه د سېلابونو له ګواښ څخه هم وژغورل شوه.

د هغه په وينا، د ځنګلونو د سالمې روزنې په موخه ۱۴۸ جيکدمونه (د سېلاب د مخنيوي دېوالونه) هم جوړ شول، چې د بارانونو پر مهال د اوبو مخ پر بله واړوي.

د بلخ د کرنې رييس شمس همداراز وويل، چې د خُلم ولسوالۍ په صياد سيمه کې هم په ۱۲۵۰ سوه جريبه ځمکه کې د استراليا هېواد له خوا د پستې د ځنګلونو د جوړېدو چارې پيل شوې دي.

نوموړي زياته کړه، چې په دې سيمه کې په ۲۵۰زره جريبه ځمکه کې د پستې د ځنګلونو د جوړېدو په موخه نيالګي کېښودل شول.

د هغه په وينا، د خُلم ولسوالۍ ۱۶۰ مېرمنو ته د زر نيالګيو د تخمونو کڅوړې ورکړل شوې وې، چې ويې کري او تر نياله يې وروزي.

شمس وويل، چې هرې مېرمنې د ۳زره افغانيو په بدل کې د پستې نيالونه د کېنولو لپاره چمتو کړل.

نوموړي زياته کړه، چې په ياده ځمکه کې د پستې ۱۶۰ زره نيالګي کېښودل شول.

د هغه په وينا، تر راتلونکو دوو کلونو به په ۱۲۵۰ زره جريبه ځمکه کې د پستې د نيالګيو ګېنولو لړۍ بشپړه شي.

د شمس په وينا، په يادو دواړو سيمو کې د سيمې ۴۵۰ کسانو ته د کار زمينه هم برابره شوې ده، چې د نيالانو د خړوب او ساتنې دنده لري.

د خُلم ولسوالۍ د صياد سيمې اوسېدونکي محمدالله پژواک اژانس ته وويل، چې له تېرو دريو مياشتو د پستې د ځنګل په ساتنه کې بوخت دی.

نوموړي زياته کړه،  دوی دنده لري، چې د پستې نيالګي پر وخت اوبه کړي او ساتنه يې وکړي.

د هغه په وينا، دغه کار د خوراکي توکو په بدل کې کوي او تر يوه بريده يې پرې ګوزاره کېږي.

د کرنې رييس وويل، چې په ټوله کې به بلخ ولايت کې د پستې ۵زره جريبه ځنګلونه شتون لري، چې د جنګونو پر مهال د خپل سريو له امله زيانمن شوي دي.

نوموړي زياته کړه، چې د پستې د ځنګلونو د جوړېدو روانه لړۍ به په دغه ولايت کې د پستې حاصلاتو ته خورا وده ورکړي.

د هغه په وينا، د پستې د ځنګلونو د نوې جوړېدو په لړ کې د بلخ ولايت په چمتال ولسوالۍ کې پر ۱۰۰۰ جريبه او په دهدادي ولسوالۍ کې پر ۱۵۰۰زره جريبه ځمکه د پستې ځنګلونه جوړ شوي دي.

د کرنې وزارت په پام کې لري، چې په روان کال کې په بدخشان، بادغيس، تخار، هرات، بلخ، سرپل، فارياب، ننګرهار، کونړ، غور، لغمان، کابل، بغلان، کندوز او پکتيا ولايتونو کې په ۱۰۵۵۰ زره جريبه ځمکه کې د پستې ځنګلونه جوړ کړي.