Language

کابل کې درې چينايان وژل شوي

کابل (پژواک ١٩ زمرى ٩٢): په کابل کې د چين سفارت چارواکو منلې، چې د تېرې پنجشنبې ورځ  په کابل کې درې چينايي وګړي وژل شوي او دوه نور تري تم دي.

د چين رسمي خبري اژانس شينهوا د سفارت د چارواکو له خولې ويلي، چې د دغو کسانو مړي تېره ورځ په کابل ښار کې په يوه ودانۍ کې موندل شوي دي.

د سفارت چارواکو د افغانستان له حکومت څخه غوښتي، چې د پېښې د پلټنې لپاره خپلې ټولې هڅې وکړي، ورک کسان پيدا او د دوى د اتباعو امنيت دې ډاډمن کړي.

د شينهوا د راپور له مخې، په دې ودانۍ کې له دريو چينايانو سره يو افغان هم وژل شوى دى.

 د وژل شوي او ورکو کسانو د هويت په اړه تردې مهاله څه نه دي ويل شوي.