Language

ګرديوال : د ننګرهار امنيت ورځ تر بلې خرابيږي

جلال اباد(پژواک٢٠ زمرى٩٢) : د ننګرهار مرستيال والي محمد حنيف ګرديوال وايي، چې د پخوا په پرتله ورځ تر بلې په دغه ولايت کې امنيتي ستونزې مخ په زياتېدو دي.

 

ګرديوال د زمري په ٢٠مه له پژواک خبري اژانس سره په يوې مرکې کې وويل ، چې د پخوا په پرتله په ټول هېواد کې امنيتي ستونزې زياتې شوي ، خو په ننګرهار کې هم امنيتي ستونزې مخ په زياتېدو دي.

 

هغه زياته کړه : (( له دې هېڅوک سترګې نه شي پټولى ، چې دوه کاله پخوا کوم امنيت و، اوس هغه امنيت دلته نشته.))

 

نوموړى وايي، چې د پخوا په پرتله په ننګرهار کې د مخالفينو تحرکات زيات شوي ، دا چې ولې دغه تحرکات زيات شوي او مخ په زياتېدو  دي ، نوموړي يې لامل په ګوته نه کړ.

 

ګرديوال زياته کړه: (( دا چې زموږ جوماتونه،هديرې او نور مقدس ځايونه نه دي خوندي دا يوه بېله لويه ستونزه ده.))

 

د هغه په خبره ، چې په دې وروستيو کې ړوند جنګ پيل شوى او امنيتي ځواکونه تر اخري بريده هڅه کوي ، چې امنيتي وضع  ښه کړي.

 

دا چې د ړوند جنګ څخه د مرستيال والي هدف څه دى په ډاګه يې نه کړ.

 

محمد حنيف ګرديوال د ننګرهار په اداراتو کې ستونزې مني او وايي ، چې دوى هڅه کوي،  تر څو د ستونزو د کچې په ټيټوالي کې جدي اقدامات وکړي.

 

دى وايي: (( موږ په پلان کې لرو، چې په راتلونکي کې اداري مجلسونه په ولسواليو کې ونيسو او ټول مسوولين ولسواليو کې سره راغونډ شي. ))

نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې ، چې يو شمير ولسواليو ته ولسوالان د روابطو په اساس ټاکل شوي او ځينې يې ولايتي ادارې ته برخه ورکوي، وويل چې ګڼ شمير ولسوالان د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې له لوري ټاکل شوي او منظوري يې راغلې ده.

 

د هغه په وينا، يو شمېر ولسوالان  يې د مجبوريت له مخې په ځينو ولسواليو کې ټاکلي، ځکه چې په ولسوالۍ کې يې موجوديت موثر دى.

 

ګردېوال زياته کړه: ((هميشه ګل په دور بابا کې ولسوال دى بې سواده دى، مګر په سيمه کې يې ولسوالي موثره ده، نو ځکه موټاکلى دى.))

 

نوموړى وايي ، چې د ستونزو د هواري لپاره يې وروسته له اختره جدي تدابير نيولي  او د هواري لپاره يې په شريکه کار کوي.

 

ياده دې وي، چې د ننګرهار وروستيو ناامنيو د دغې ولسوالۍ ګڼ شمير اوسيدونکي او چارواکي اندېښمن کړي دي.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.