Language

په مزار کې د ٥٢  تنو جوړو د واده  يوځايي مراسم تر سره شول

مزارشريف ( پژواک، ٢١ زمرى ٩٢ ) : د بلخ په مزار شريف ښار کې ٥٢ تنو جوړو د زمري په ٢١مه، په ډله ييز ډول واده وکړ.

د ودونو دغه پروګرام نن په مزار شريف ښار کې ترسره شو، چې لګښت يې د بلخ ولايت د درې تنو سوداګرو، هر يو د ولايتي شورا مرستيال غلام عباس اخلاقي، امر ذوالفقار او احمد شاه رمضان له خوا ورکړل شوی و.

په دغو ودونو څه باندې څلوېښت زره امريکايي ډالره لګښت راغلی .

ملي سوداګر او د دغو ډله ييزو ودونو يوتن سمبالونکي احمد شاه رمضان خبريالانو ته وويل، چې له دې کار څخه يې موخه بې وزلو  ځوانانو سره مرسته ده.

نوموړي وويل، په دې ښار کې ډېری داسې ځوانان شته، چې کوژدې يې کړي او له تېرو څو کلونو راهيسې د خپل واده په خاطر د پيسو پيدا کولو په لټه کې دي.

هغه زياته کړه، چې دوی هر کال دغه ډول ودونه ترسره کوي او په شرايطو وړ کسان کولی شي د دوی دفتر ته ورشي او ثبت نام وکړي.

د رمضان په وينا، هغه کسان چې ثبت نام کوي، وروسته د يوه ټاکل شوي هيئت له خوا پلټنه کېږي، چې ايا ياد تن د دوی په شرايطو برابر دی او کنه ، که چېرته برابر و، نو بيا د واده کوونکو په لېست کې نيول کېږي.

نوموړي وويل،چې نننيو۵۲ جوړو ته ۱۱قلمه د کور لومړني د اړتيا وړ توکي او سامان الات   ورکړل شول.

نوموړي دا هم وويل، چې د هرې جوړې پر سر پرته له ډوډۍ څخه څه باندې ۸۰۰ ډالر لګښت راغلی دی.

سجاد الله حسيني هغه څوک دی، چې په ننني پروګرام کې يې نکاح وتړله او واده يې وکړ.

نوموړي پژواک ته وويل، چې دی ډېر خوشاله دی او له دوه کلونو کوژدې وروسته يې دا دی واده وکړ.

هغه زياته کړه : (( ما کوژده کړې وه، د برقي سامان الاتو يو دوکان لرم، همدومره پيسې ګټم، چې د سهار بيګاه ډوډۍ مې شي، وس مې نه درلود چې واده وکړم. يوه مياشت مخکې خبر شوم، چې سوداګر اړو کسانو ته ودونه کوي. زه هم ورغلم او ثبت نام مې پکې وکړ، چې دادی نن مې واده و.))

 د يادونې ده، چې له تېرو پنځه کلونو راهيسې په مزار شريف کې هر کال ډله ييز ودونه ترسره کېږي، چې تر دې مهاله پکې ۴۸۴ تنو ودونه کړي دي.

Related Topics