مزارشريف (پژواک ٢٣ زمرى ٩٢): په بلخ ولايت کې د چمتال او بلخ ولسوالۍ د نښلېدونکې ۱۰ کيلومتره لويې لارې د پخولو چارې پيل شوې.
د بلخ د فوايد عامې رييس انجنير عنايت الله د زمري په ۲۳مه، د ياد سړک د قير کولو د کار د پرانيستې په ترڅ کې خبريالانو ته وويل، چې دغه سړک د بلخ ولسوالۍ له څلورلارې بيا د چمتال ولسوالۍ تر بنګالې پل پورې قير کېږي، چې لس کيلومتره اوږدوالی لري.
نوموړي زياته کړه، چې ياد سړک د المان هېواد له خوا د ۳ ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت جوړېږي، چې چارې به يې په راتلونکي يو کال کې بشپړې شي.
د هغه په وينا، د دغه سړک په جوړېدو سره به د سړک په اوږدو کې د پرتو کليو اوسېدونکي د بلخ ولسوالۍ بازار او مزارشريف ښار ته په اسانه تګ راتګ وکړای شي.
د بلخ ولسوالۍ ولسوال تيمور شاه پايز پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ياد سړک په اوږدو کې د بلخ ولسوالۍ يو شمېر کلي پراته دي، چې د دغه سړک قير کېدو ته يې خورا اړتيا لرله.
نوموړي زياته کړه، چې د هرې اونې د بازار ورځې ته د ياد سړک له لارې د زيات شمېر کليو اوسېدونکي د بلخ بازار ته ځان رسوي، چې د سړک د خرابوالي له امله له ستونزو سره مخ وي.
د ياد سړک په اوږدو کې د پراته کلي سمرقنديان اوسېدونکي حاجي نبي جان پژواک اژانس ته وويل، چې دوی د همدغه سړک له لارې خپل کرنيز توکي د بلخ ولسوالۍ بازار او مزارشريف ښار ته لېږدوي.
نوموړي زياته کړه، چې د ژمي په اوږدو کې د خټو او په اوړي کې د ګردونو او دوړو له امله پر ياده لاره تګ راتګ او د کرنيزو توکو لېږد خورا ستونزمن وي.
د هغه په وينا، د ياد سړک له پخېدو سره به د دوی کرنيز توکي په کم وخت کې تر ښاره ورسول شي.
د بلخ ولسوال پايز دا هم وويل، چې د ياد سړک په اوږدو کې د سړک د خرابوالي له امله په تېرو څو کلونو کې زيات شمېر ترافيکي پېښې شوې، چې له قير کېدو سره به يې مخنيوی وشي.
نوموړي زياته کړه، چې پر دغه سړک د شوو ترافيکو پېښو له امله ۲۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن