Language

په مزار شريف ښار کې اورلګېدنې شاوخوا ٢٠٠هټۍ وسوځولې

مزارشريف(پژواک، ۲۵زمرى ۹۲):د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د شهزاده سوداګريز مارکېټ کې د اور لګېدو له امله لږ تر لږه ۲۰۰ هټۍ سوځېدلې دي.

امنيتي چارواکي وايي، چې تر دې دمه د ياد مارکېټ په درې پوړونو کې لا هم د اور لمبې دوام  لري، چې د مارکېټ په ګاونډ کې باختر بانک هم تر ګواښ لاندې دی.

د بلخ ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالرزاق قادري ، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د مزارشريف ښار د روضې شمال لور ته د مولانا جلال الدين محمد بلخي پر سړک شهزاده مارکېټ د نامعلوم علت له امله اور اخيستی دی.

نوموړي زياته کړه، چې اور نن مازيګر شاوخوا ۴ بجې لګېدلی، چې اطفائيې ورته له اووه دقيقې ځنډه وروسته رسېدلې دي.

خو د هغه په وينا، د اور لمبې خورا زورورې دي، چې لا يې اطفائيه په مړه کولو نه ده بريالۍ شوې.

سمونوال قادري وويل، چې دوی د مرستې په موخه ۲۰۹ شاهين قول اردو  او ايساف ته هم خبر ورکړی، چې لا نه دي ورته را رسېدلي.

نوموړي زياته کړه، چې اور د شهزاده مارکېټ په ځمکتل (زيرزمني ) کې لګېدلی، چې تر دې دمه   درېيم پوړ ته رسېدلى دى.

د هغه په وينا ، د اور په لمبو کې تر دې دمه شاوخوا ۲۰۰ هټۍ سوځېدلې دي.

سمونوال قادري وويل، چې په دغه سوداګريز مارکېټ کې ډېری د غاليو او برېښنا د سامانونو  پلورنځي دي.

حاجي اسماعيل، چې د ياد مارکېټ په لومړني پوړ کې يې د غاليو هټۍ لرله، پژواک ته وويل، چې دوکان يې په پوره توګه له توکو سره سوځېدلی دی.

نوموړي زياته کړه، چې په دوکان کې يې د ۹۰ زره امريکايي ډالرو غالۍ وې، چې ټولې سوځېدلې دي.

د هغه په وينا،د دغه مارکېټ په هر دوکان کې د ډېرو پيسو مال و، چې د ډېری سوځېدلو دوکانونو مالونه په بشپړه توګه له منځه تللي دي.

د امنيت امر وايي، چې د ياد مارکېټ په ګاونډ کې باختر بانک هم دی، چې دوی يې د ژغورلو په هڅه کې دي.

نوموړي زياته کړه، چې که د ملي ا ردو او ايساف اطفائيه ورته ونه رسېږي؛ نو لرې نه ده، چې د اور لمبې د باختر بانک د سوځېدو تر څنګ زيات نور زيان هم واړوي.