Language

مزار کې اور لګېدنې سلګونه زره ډالر زيان اړولى

مزارشريف (پژواک ۲۶ زمرى ۹۲): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د شهزاده سوداګريز مارکېټ اور لګېدنې سلګونه زره امريکايي ډالر مالي زيان اړولى او هټۍ وال يې وايي، چې دولت دې ورسره مرسته وکړي.

دغه اور تېره ورځ د مزارشريف ښار د روضې شمال لور ته د مولانا جلاالدين محمد بلخي پر سړک په شهزاده مارکېټ کې لګېدلی و، چې د شپې ناوخته د سلګونو زره امريکايي ډالرو له زيان اوښتو وروسته مهار کړای شو.

امنيتي چارواکي وايي، چې د دغه مارکېټ درې پوړونه بشپړ سوځېدلي، په څلورم او پنځم پوړ کې يې هم هټيو ته د اور لمبو مالي زيان اړولى دى.

په دې اور لګېدنه کې د سوځېدلو هټيو شمېر له ۲۰۰ څخه اوړي.

د بلخ د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالرزاق قادري د زمري په مه ۲۵ پژواک خبري اژانس ته وويل، که څه هم تېره ورځ د ياد مارکېټ په ګاونډ کې باختر بانک او سمنګان مارکېټ ته هم اور د خپرېدو په حال کې و، خو د ملي اردو، ايساف او د غضنفر سوداګريز شرکت د اطفايو په مرسته يې مخه ونيول شوه.

نوموړي زياته کړه، اور تېره ورځ ۴بجې د شهزاده مارکېټ په ځمکتل (زيرزمنۍ) کې لګېدلی و او وروسته يې د دغه مارکېټ پنځه پوړونه زيانمن کړل.

د هغه په وينا، په دې اور لګېدنه کې شاوخوا۲۰۰ هټۍ سوځېدلې، چې د مالي زيان کره کچه يې لا هم نه ده معلومه شوې.

خو د ياد مارکېټ هټۍ وال وايي، چې په دغه مارکېټ کې د جګو بيو سوداګريز توکي پلورل کېدل، چې د ډېری هټيو توکي په پوره توګه سوځېدلي او خورا مالي زيان يې اړولی دی.

حاجي احمد، چې په شهزاده مارکېټ کې د برېښنا د سامانونو هټۍ لري، پژواک اژانس ته وويل، چې په ياد مارکېټ کې د غاليو، د برېښنا د سامانونو، فرنېچر او يو نيم د طلا پلورلو هټۍ وې.

نوموړي زياته کړه، چې د ده په هټۍ کې د شاوخوا ۸۰ زره امريکايي ډالرو توکي وو، چې ۷۰ سلنه يې د اور خوراک شول.

د هغه په وينا، که چېرې دولت د شهزاده مارکېټ له هټيوالو سره مرسته ونه کړي؛ نو ډېری سوداګر د کاروبار د بيا پيلولو توان نه لري.

حاجي اسماعيل، چې د ياد مارکېټ په لومړي پوړ کې يې د غاليو هټۍ لرله، پژواک ته وويل، چې دوکان يې په پوره توګه له توکوسره سوځېدلى دی.

نوموړي زياته کړه، په دوکان کې يې د۹۰زره امريکايي ډالروغالۍ وې، چې ټولې سوځېدلې دي.

د هغه په وينا، د دغه مارکېټ په هر دوکان کې د ډېرو پيسو مال و، چې د ډېرى سوځېدلو دوکانونو مالونه په بشپړه توګه له منځه تللي دي.

د امنيت امر سمونوال قادري وويل، چې دوی په شهزاده مارکېټ کې د اوښتي زيان د کره شمېر معلومولو او د اور لګېدنې د علت پيدا کېدو په موخه پلاوى ټاکلی، چې چارې يې پيل کړې دي.

نوموړي زياته کړه، چې لا هم نه ده په ډاګه شوې، چې اور ولې لګېدلی و او څومره مالي زيان اوښتی دی.

بلخوا په کابل کې د برېښنا شرکت هغه اوازې رد کړې، چې ګواکې ياده پېښه د دوى د بې غورۍ له امله رامنځته شوې ده.

د ياد شرکت له خوا پژواک ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه اور لګېدنه د جمعې په ورځ په داسې حال کې رامنځته شوې وه، چې ټول دوکانونه بند او له برېښنا څخه هم ګټه نه پورته کېده.

سرچينې زياته کړې، چې د دوکانونو د بندېدا له امله د برېښنا پر لينونو هېڅ ډول فشار نه و چې له امله يې شارتي او بيا اور لګېدلى وي.

د برېښنا شرکت ويلي، چې دوى له پېښې سمدستي وروسته په مزار شريف کې د برېښنا شرکت له مسوولينو سره اړيکې ونيولې او هغوى تر پلټنو وروسته ډاډ ورکړ، چې اور لګېدنه د برېښنا د شارتۍ له امله نه وه.

Related Topics