Language

په ځينو پېښو کې وسله والو او عامو وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

اسعداباد-کابل (پژواک ٢٦ زمرى ٩٢): د وسله والو طالبانو په يوه بريد کې اوه عام وګړي ټپيان شوي، بلخوا امنيتي چارواکو په بېلابېلو پېښو کې لسو وسله والو ته د مرګ  ژوبلې اوښتو خبر ورکړى دى.

د کونړ ځايي چارواکي وايي، چې د دغه ولايت په څوکۍ ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په يوه بريد کې د څلورو ښځو په ګډون اوه عام وګړي ټپيان شوي دي.

د څوکۍ ولسوال شاه خسرو د زمري په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې وسله والو طالبانو نن سهار په دې ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو پر يوې پوستې د هاوان بريد کړى و.

هغه زياته کړه، د هاوان مرمۍ د سيمې د يوه اوسېدونکي نصرالله پر کور لګېدلې چې له امله يې څلور ښځې او درې سړي ټپيان شوي دي.

د ولسوال په وينا، ټپيان روغتون ته لېږدول شوي، خو د دوو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوى دى.

بلخوا په دغه ولايت کې د ملي اردو د دويمې لوا وياند جګړن هارون يوسفزي پژواک ته وويل، چې تېره شپه په دانګام ولسوالۍ کې د ملي اردو ځواکونو د عملياتو پر مهال درې وسله وال طالبان وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.

د يوه بل خبر له مخې، د ميدان وردګو ولايت چارواکو هم اوو طالبانو  ته د مرګ ژوبلې اړولو خبر ورکړى دى.

د والي وياند عطاء الله خوګياڼي پژواک ته وويل، د جلرېز ولسوالۍ په بېلابېلو کليو کې د ملي اردو ځواکونو له خوا تېره شپه عمليات ترسره شوي، چې په ترڅ کې يې څلور وسله وال طالبان وژل شوي او دوولس تنه شکمن نيول شوي دي.

د هغه په وينا، دغه راز په جغتو ولسوالۍ کې هم د يوې نښتې په ترڅ کې يو وسله وال طالب وژل شوى او دوه پاکستاني طالبان ټپيان شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Related Topics