جلال اباد ( پژواک ٢٨ زمرى ٩٢ ) : د ننګرهار ولايت د چپرهار ولسوالۍ د پوهنې مدير د وسلوالو لخوا ووژل شو.
د ننګرهار ولايت د پوهنې رياست وياند محمد اصف شينواري د زمري په ٢٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د چپرهار ولسوالۍ د پوهنې مدير سرمعلم عظيم نايل نن سهار په اوه بجو د نامعلومو وسلوالو لخوا وژل شوى دى.
هغه زياته کړه چې نوموړى د جلال اباد ښار په لوري روان و، چې د ولسوالۍ د حافظانو په سيمه کې د وسلوالو لخوا له موټره ښکته کړى شوى او بيا وژل شوى دى.
شينواري وويل چې تر دې پېښې وسلوال له سيمې څخه تښتيدلي دي.
د ننګرهار امنيه قوماندان په دې اړه ناخبري وښوده.
سرمعلم عظيم نايل د مشرانو د جرګې د رييس فضل هادي مسلميار ماما و.
تر دې مخکې هم په چپرهار ولسوالۍ کې يو شمېر دولتي مامورين وژل شوي دي.
په دې وروستيو کې د ننګرهار ولايت امنيت خراب شوى، د جلال اباد ښار ترڅنګ په نږدې او لرو ولسواليو کې هره ورځ امنيتي پېښې رامنځته کېږي.
ديادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې د ښوونې او روزنې پر مامورينو هم بريدونه زيات شوي دي.
د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې په تېر يوه کال کې د هېواد په بېلا بېلو سيمو کې تر سلو پورې د پوهنې کارکوونکي وژل شوي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن