مزارشريف (پژواک ، ۲۹ زمرى۹۲):په مزارشريف کې د ښځو د هړاخيز پرمختګ په موخه د جوړ شوي سيمينار ګډونوالې وايي، چې ښځې د سولې په روانو هڅو کې مهم رول لوبولی شي.
دغه دوه ورځنى کنفرانس، چې د بلخ ولايت په ګډون د ننګرهار، باميان، هرات، کابل او کندهار ولايتونو د مدني ټولنو لسګونو ښځينه استازو پکې برخه اخيستې وه د افغانستان د تعاون مرکز په ملاتړ نن پيل شو.
د ياد مرکز د جوړېدو د کمېټې غړي نوراغا شريفي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له دغه سيمينار څخه موخه په هېواد کې په سياسي، ټولنيزو او اقتصادي برخو کې د ښځو ونډه او د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي څېړنه ده.
نوموړي زياته کړه، چې ددغه سيمينار په پای کې به د ښځو د هراړخيز پر مختګ او ستونزو د حل په موخه يوه مسوده جوړه شي.
د ياد سيمينار ګډونوالو او په هرات ولايت کې د نواندېشان په نامه د مدني ټولنې مسوولې سوميه رامش پژواک ته وويل، چې که مېرمنو ته د هېواد په روانو سياسي چارو کې برخه ورنکړل شي؛ نو د افغانستان راتلونکی به له ستونزو سره مخ شي.
نوموړې زياته کړه، چې ښځې د دې وړتيا لري، چې په روانو سياسي، ټولنيزو او اقتصادي چارو کې ښه رول ولوبوي.
د هغې په وينا ، د سولې په روانه پروسه کې مېرمنې فعاله او کارنده ونډه اخيستی شي.
همداراز د باميانو ولايت د ښځو چارو رييسې فاطمه کاظمي وويل، چې د ښځو د هراړخيز پرمختګ لپاره سولې ته اړتيا ده.
نوموړې زياته کړه، چې که د سولې لپاره رښتينې هڅې ونه شي، نو د ښځو ژوند به له خورا ستونزو سره مخ شي.
د هغې په وينا ، په همدې موخه دوی هڅه کوي، چې ښځو ته د سولې په روانه پروسه کې کارنده ونډه ورکړل شي.
نوموړې زياته کړه، چې په دې سيمينار کې به د جوړېدونکې مسودې د عملي کېدو په موخه به د هېواد د مدني ټولنو له ښځينه غړو کمېټه جوړه شي .