مزار شريف (پژواک ٣٠ زمرى ٩٢): د بلخ يوشمېر اوسېدونکو په ولسي جرګه کې خپل استازي په قومپالنې تورن کړل.
د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې، نن د بلخ د ولسي جرګې او ولايتي شورا استازو د عامه استماع په نوم ناسته ترسره شوه.
په غونډه کې ګډونوال، د مزاشريف ښار اوسېدونکي استاد رحيمي، په پارلمان کې د دغه ولايت استازى عباس ابراهيم زاده مخاطب کړ او ورته يې وويل، چې يواځې يوه قوم ته کار کوې.
نوموړي زياته کړه: “له هزاره ګانو پرته نور قومونه هم په غېږ کې ونيسه او هغوی هم ومنه.”
د هغه په وينا، څو ځله ده ته له ځينو بېوزلو سره د مرستې لپاره واسطه شوی دى؛ خو د ده د کسانو له خوا په دې شړل شوی، چې ګواکې رايه یې ورسره نشته.
له بل لوري، په ولسي جرګه کې د بلخ د خلکو استازي عباس ابراهيم زاده، چې په همدې غونډه کې يې برخه درلوده، د استاد رحيمي خبرې رد کړې او ويې ويل: ((زه افغان يم او ټول افغانان راته يو شان دي.))
نوموړي زياته کړه، چې په بلخ کې يې اوړه وېشلي او ډله ييز ودونه يې په لاره اچولي دي.
د بلخ يو شمېر نور اوسېدونکي هم د ولسي جرګې استازي په ورته کړنو تورنوي.
د دغه ولايت د مرکز مزارشريف ښار اوسېدونکي موسی خان پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ډېری وکيلان هغه چاته کار کوي، چې يا يې قومي دی او يا هم د هغه په ژبه خبرې کوي.
نوموړي زياته کړه: “زه هزاره نه يم او نه هم تاجک؛ نه مې عباس ابراهيم زاده خبره اوري او نه هم کوم بل وکيل.”
د هغه په خبره، ځينې وکيلان د قومونو ترمنځ اختلاف ته لمن وهي او په ولس کې بې اتفاقي رامنځته کوي.
په دغه غونډه کې د وکيلانو پر يو شمېر نورو ستونزو هم خبرې وشوې.
د غونډې ګډونوالو وويل، چې د بلخ ډېری وکيلان د دوی ټېلېفونه نه پورته کوي، د ولسې جرګې په ناستو کې حاضر نه وي او ډېری پر شخصي سوداګريو بوخت وي.
په شمال کې د بشري حقونو د جنډر مسوله فوزيه نوابي، چې په ياده غونډه کې برخه اخيستې وه، رسنيو ته وويل: “ځينې وکيلان له قانون نه خبر نه دي او په ځينو حقوقي مسايلو کې مداخله کوي.”
نوموړې د کومې حقوقي مسئلې يادونه ونه کړه؛ خو زياته يې کړه، چې وکيلانو لا تراوسه هم د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي په له منځه وړلو کې مرسته نه ده کړې.
هاخوا عباس ابراهيم زاده ټوله پړه پر حکومت واچوله او زياته يې کړه، چې قانون نه پلى کوي.
د نوموړي په وينا، حکومت مافيايي دی او له پارلمان څخه دې هېڅ تمه ونه شي.
په بلخ کې د عامه استماع په نامه غونډه د دغه ولايت د ولايتي شورا په نوښت جوړه شوې وه، چې يو شمېر وکيلانو او د مزاشريف ښار ځينو سياسي او ټولنيزو فعالانو په کې برخه اخيستې وه.