کندوز (پژواک،٣٠ زمرى ٩٢): امنيتي چارواکو په کندوز کې د ١٣شکمنو طالبانو د نيولو او ديوه پوليس په ګډون د اوو تنو د ټپي کېدو خبر ورکړ .
د کندوز د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول سيد سرورحسيني، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په چهاردره ولسوالۍ کې د چاڼيزو عملياتو په پايله کې ٧ وسله واله مخالفين نيول شوي او اوه ميله وسله هم د دوى لاس ته ورغلې ده.
هغه زياته کړه ، چې ددې ولسوالۍ د وردګو او عيسى خېلو کلي د طالبانو له شتون څخه پاک شوي او په هغه ځاى کې امنيتى پوستې جوړې شوې دي.
حسيني وويل ، چې تيره شپه د علي اباد ولسوالۍ په لاله ميدان سيمه کې شپږ نور وسله وال مخالفين هم نيول شوي دي.
د کندوز د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول وويل، دغه شپږ تنه هغه وخت ونيول شول، چې په عمومي سړک کې يې له پوليسو سره نښته وکړه، چې په ترڅ کې يې يو پوليس ووژل شو او يو ټپي شو.
له بل لوري د دشت ارچي ولسوال شيخ صدرالدين وويل، چې دوه طالبان او دوه پوليس ددې ولسوالۍ په حاجي غفور سيمه کې ټپيان شوي دي.
هغه زياته کړه ، طالبانو يوه امنيتي پوسته نيولې وه ،چې وروسته يې ياده پوسته له ولکې ووته.
خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کوي، چې د علي اباد په نښته کې څلور اربکيان وژل شوي دي.
د هغه په وينا، په دې نښته کې د ضابط خليل په نوم د اربکيو يو قوماندان هم ټپي شوى دى.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP