کابل (پژواک، ٣وږى٩٢): د افغانستان د نجونو د فوټبال لوبډلې د قرغېزستان د نجونو ملي لوبډلې ته په څلور اړخيزو دوستانه سياليوکې ماتې ورکړه او سبا به د تاجکستان له لوبډلې سره مخ شي.
د هېواد د فوټبال د ملي لوبډلې مشر روزونکي يوسف کارګر، نن پژواک خبري آژانس ته وويل چې د فوټبال د سيمه ييزو سياليو په دوام د نجونو ملي لوبډلې وکولى شول، چې د کوربه هېواد د نجونو ملي لوبډلې ته يو په صفر ماتې ورکړي.
هغه وويل: په دغو سياليو کې چې له تېرې ورځې (شنبې) راهيسې پيل شوي او تر يوې اونۍ پورې به دوام وکړي د افغانستان، قرغېزستان، تاجکستان او قزاقستان د نجونو ملي لوبډلو ګډون کړى دى.
د کارګر د معلوماتو پربنسټ، په دغو سياليو کې د افغانستان په استازيتوب، ١٨نجونې لوبغاړې، يو روزونکى او يوه منيجرګډون کړى او د افغانستان د بري ګول د سجيه سحر له خوا ووهل شو.
د افغانستان د نجونو د فوټبال لوبډلې په داسې حال کې د قرغېزستان لوبډلې ته ماتې ورکړه ،چې تېره اوونۍ د افغانستان د هلکانو ملي لوبډلې په يوه دوستانه سيالۍ کې، چې په کابل کې ترسره شوه ، پاکستان ته درې پر صفر ماتې ورکړه.
دغه سيالۍ له ٣٦کلونو وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ لومړنۍ سيالۍ وه، چې ترسره شوه.
له بل لوري، ټاکل شوې چې د هلکانود فوټبال ملي لوبډله د وږي په اوومه په هغو سياليو کې چې د اتو هېوادونو په ګډون په سوېلي اسيا کې پيليږي، ګډون وکړي.