Language

 مزارشريف (پژواک ٣ وږى ٩٢): د بلخ ولايت په بندري ښار حيرتان کې د ۳۰ ميليونه ډالرو په لګښت  د تېلو د تصفيې لومړۍ ستره فابريکه پرانيستل شوه.

 دغه فابريکه چې کام ايل انټرنشنل نومېږي، د هېواد په کچه د تېلو د تصفيې لومړۍ ستره افغاني فابريکه ګڼل کېږي.

 د افغانستان د کانونو او پتروليم وزارت مرستيال جميل حارث، رسنيو ته وويل چې دغه فابريکه د ورځې ۱۰۰۰ لېتره تېل تصفيه کوي.

 نوموړي زياته کړه، چې د هېواد د امو دريا په نامه د تېلو د استخراج د ساحې د خامو تېلو يوه برخه به دلته تصفيه کېږي.

 د هغه په وينا، تر دې مهاله يې ۵۰۰ ټنه تېل تصفيه کړي دي. 

 د افغانستان د سوداګريزو خونو مشر قربان حقجو د يادې فابريکې پرانيسته، د هېواد د اقتصادي ودې په برخه کې يوه مهمه زياتونه وبلله او ويې ويل، چې افغانستان ورو ورو د ځان بساينې په لور روان دى.

 نومړي زياته کړه: ((په هېواد کې په ورځني ډول له ۷ زره تر ۱۰ زره ټنه د سون توکي لګېږي، چې په دې ډول د کال ۳۰ ميليونه ټنه د سون توکو ته اړتيا ده.))

 د هغه په وينا، دغه فابريکه به د سون د توکو څه ناڅه ستونزه هواره کړي، خو لا هم نورو فابريکو او ډېرو تېلو ته اړتيا ده.

 قربان حقجو وويل، چې د هېواد دننه د سون د توکو توليد د هېواد پر اقتصاد ښه اغېزه لري.

 افغانستان د امو دريا او افغان تاجک په نامه د تېلو دوه ستر کانونه لري، چې د استخراج چارې يې په دې وروستيو کې پيل شوې دي. 

Related Topics