ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بدخشان کې د «مخمل خیال» په نوم هنري نندارتون جوړ شو |  لوګر کې د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه شوه | د حج وزارت: زیارتي شرکتونه دې د عمرې حج لګښت کې کموالی راولي | غزني کې د مور له شیدو د تغذیې نړۍواله اونۍ ونمانځل شوه | د هلمند په ګرشک کې یوه ځوان ۳۰۰ ماشومانو ته د وړیا زده‌کړو زمینه برابره کړې ده | غزني کې د ادبي او فرهنګي فعالیتونو کمرنګه کېدو یو شمېر فرهنګیان اندېښمن کړي | پلخمري کې یوې پېغلې د یوه رسټورانټ په جوړولو لسو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده | مهترلام ښار کې د سل میلیون افغانیو په لګښت بېلابېلې رغنیزې پروژې پلې کېږي | فراه کې په تېرو درېیو میاشتو کې نږدې ۲۷۰۰ ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي | غزني کې د زون په کچه د نیزه‌وهنې سیالۍ ترسره شوې

ولسمشر کرزي او نوازشريف دوه په دوه خبرې وکړې

author avatar
26 Aug 2013 - 12:15
author avatar
26 Aug 2013 - 12:15

اسلام اباد (پژواک ٤ وږى ٩٢): د ولسمشر حامد کرزي او د پاکستان د لومړي وزير ميا نوازشريف تر منځ دوه په دوه خبرې وشوې.

ولسمشر کرزى نن (د وږي ٤مه) د يوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ اسلام اباد ته رسېدلى دى.

د افغان پلاوي يوې سرچينې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې اسلام اباد ته تر رسېدو وروسته ولسمشر کرزى د لومړي وزير دفتر ته ولاړ.

سرچينې زياته کړه، چې د پاکستان د لومړي وزير دفتر ته په رسېدو د دغه هېواد د تشريفاتي ګارډ له خوا ولسمشر کرزي ته سلامي ووهل شوه او د دواړو هېوادونو ملي سرودونه هم وغږول شول.

د پاکستان ملي تلوېزيون خبر ورکړى، چې وروسته د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي او د پاکستان د لومړي وزير ميا نوازشريف تر منځ دوه په دوه خبرې پيل شوې دي.

سرچينې زياته کړې، چې په دغو خبرو اترو کې دواړو مشرانو پر دوه اړخيزو اړيکو، تر ٢٠١٤ کال وروسته د افغانستان او سيمې پر حالاتو او د افغان سولې پر پروسې خبرې وکړي.

تر اوسه د دې ليدنې نور جزئيات نه دي په ډاګه شوي.

د يادو مشرانو تر منځ له خبرو وروسته به د دواړو هېوادونو پلاوي هم خبرې اترې پيل کړي.

مخکې له دې اسلام اباد ته په رسېدو ولسمشر کرزي ته د پاکستان د ملي امنيت د سلاکار سرتاج عزيز، د بهرنيو چارو د سلاکار طارق فاطمي، د بهرنيو چارو وزارت د مرستيال جليل عباس جيلاني، په کابل کې د پاکستان د سفير صادق خان او په اسلام اباد کې د افغانستان د سفير عمر داوودزي له خوا تود هرکلى وويل شو.

په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت مطبوعاتي مسوول زردشت شمس پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ولسمشر حامد کرزى به په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت د نوې ودانۍ، چې په ١٦ جريبه ځمکه کې جوړېږي، د بنسټ ډبره کېږدي.

شمس وويل، چې له غرمې وروسته به ولسمشر او ورسره پلاوى يې د پاکستان له ولسمشر اصف علي زرداري سره وګوري او مازديګر به بېرته د کابل پر لور وخوځېږي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د دغه سفر په پاى کې به ګډه اعلاميه هم خپره شي.

له ولسمشر حامدکرزي سره په دغه سفر کې د بهرنيو چارو وزير ډاکټر زلمى رسول، د سوداګرۍ وزير ډاکټر انوارالحق احدي، د لېږد د کمېسيون مشر ډاکټر اشرف غني احمدزى، د ملي امنيت سلاکار ډاکټر رنګين دادفر سپنتا، د سولې د عالي شورا مشر صلاح الدين رباني، د دې شورا د دارالانشاء مشر معصوم ستانکزى، د بهرنيو چارو وزارت مرستيال ارشاد احمدي، د ولسمشر د دفتر رييس کريم خرم او د ولسمشر وياند اېمل فيضي ملتيا کوي.

د ماليې وزير ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال پرون اسلام اباد ته رسېدلى او د دغه سفر پر اجنډا يې له پاکستاني چارواکو سره خبرې کړې دي.

Views: 5

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.