ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له کوچني اختر راهيسې  هرات کې لسګونه مشران او مامورين وژل شوي

له کوچني اختر راهيسې هرات کې لسګونه مشران او مامورين وژل شوي

author avatar
30 Aug 2013 - 11:44
له کوچني اختر راهيسې  هرات کې لسګونه مشران او مامورين وژل شوي
author avatar
30 Aug 2013 - 11:44

هرات (پژواک٨وږى٩٢) : د هرات د ولايتي شورا مشر وايي ، چې له کوچني اختر راهيسې په دې ولايت کې  شاوخوا ديرش تنه دولتي مامورين او مشران وژل شوي دي.

د هرات د ولايتي شورا مشر وحيد قتالي تېره ورځ ددې ولايت د ١٢ناحيو له مشرانو سره د ليدنې پرمهال وويل ، چې په دې وروستيو کې په هرات ولايت کې امنيتي حالات ډير خراب شوي دي .

هغه زياته کړه ، چې له کوچني اختر راهيسې په دې ولايت کې د مدني ټولنو غړي او دولتي مامورين په هدفي وژنو کې وژل شوي دي .

قتالي زياته کړه : ((په دې موده کې د وژل شويو کسانو شميره ٣٠ ته رسيږي .))

هغه د هدفي پېښو په اړه اندېښنه وښوده او زياته يې کړه ، چې امنيتي چارواکي بايد د هېوادوالو د امنيت په ساتلو کې خپلې هڅې کړندۍ کړي .

خو د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالرووف احمدي بيا وايي ، چې په تېره يوه مياشت کې په دې ولايت کې د ٢٠ په شاوخوا کې کسان په نښه شوي دي .

هغه زياته کړه : ((په وژل شويو کسانو کې پنځه تنه يې ترور شوي او پاتې نور يې جنايي پېښې دي ، چې له دې ډلې د ٩ تنو په وژنه کې په لاس لرلو يو شمېر کسان نيول شوي هم دي .))

احمدي وويل ، چې د هرات پوليس خپلې وروستې هڅې کوي، ترڅو د خلکو امنيت وساتي .

د يادونې ده ، چې د تېرې چهارشنبې په ورځ د هرات د ١٢ناحيې د ګذر وکيل عبدالظاهر د ناپېژاندو وسله والو   له خوا ووژل شو .

دغه راز په تېره مياشت کې د امنيتي ځواکونو د درېيو سرتېرو په ګډون د هرات د شينډنډ ولسوالۍ د پوهنې رياست مرستيال او د هرات ولايت د زندان يو تن مسوول هم د ناپېژاندو وسله والو له خوا وژل شوي دي .


 

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.