Language

مزارشريف ( پژواک ١٢ وږى ٩٢ ) : په شمال کې د امريکا ملکي استازى وايي، چې هېواد يې د افغانستان په راتلونکو ټاکنو کې د کوم ځانګړي کانديد ملاتړ نه کوي.

په مزارشريف کې د وږي په ۱۲مه، په شمال کې د امريکا ملکي استازي پيټر کاستنر Peter Kastner د لسګونو دولتي کارکوونکو د ظرفيت د لوړتيا د درې ورځني سيمينار په پای کې رسنيو سره په لنډو خبرو کې وويل، چې تر دې دمه د افغانستان د ټاکنو په اړه شوې چارې قناعت بښوونکې دي.

نوموړي زياته کړه، چې دوی هيله من  دي، چې راتلونکې ټاکنې به ښې تر سره شي.

خو د هغه په وينا، افغان دولت بايد هڅه وکړي، چې پر ټاکنو د عامو خلکو باور زيات کړي،  چې برخه پکې واخلي.

کاستنروويل: ((امريکا د افغانستان په راتلونکو ټاکنو کې د کوم ځانګړي کانديد ملاتړ نه کوي، بلکې له افغان دولت سره د ټاکنو په روڼتيا کې مرسته کوي.))

نوموړي همداراز په افغانستان کې ادراي فساد د اندېښنې وړ وباله.

د هغه په وينا ، چې که افغان دولت د اداري فساد په مخنيوي کې پاتې راشي؛ نو ممکن له دوی سره په نړيوالو مرستو باندې منفي اغېز وکړي.

ټاکل شوې ده، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټولټاکنې په ١٣٩٣ لمريز کال کې د وري په ١٦مه، ترسره شي.