Language

مزار شريف ( پژواک، ١٣ وږى ٩٢ ) : د شمال زون د مدني ټولنو غړي وايي، چې په بلخ ولايت کې رسنيز فعاليتونه ۵۰ سلنه کم شوي دي.

دغه څرګندونې د مدني ټولنو بېلابېلو فعالينو په مزار شريف کې د وږي په ۱۳مه په يوه ګډه خبري ناسته کې وکړې.

د شمال زون د بشر حقونو د خپلواک کمېسيون مشر سيد محمد سامع خبريالانو ته وويل، چې د دغه کمېسيون او له رسنيو څخه د ملاتړ بنسټونو په ګډه سروې کې دا څرګنده شوې، چې په بلخ   کې د رسنيو ۵۰ سلنه فعاليت له رکود سره  مخ شوی دی.

نوموړي په خپلو خبرو کې وويل، دغه کمښت ډېر د چاپي رسنيو په برخه کې دی، چې شاوخوا ۷۰ سلنه چاپي رسنۍ له کاره لوېدلې دي.

سامع زياته کړه، چې د دغو ستونزو يواځينی لامل د دولت نه پاملرنه او د مالي امکاناتو نشتوالی دی.

په غونډه کې د ازادو رسنيو د ملاتړ د سيمه ييز دفتر مشر نور اغا شريفي د رسنيو بحران د رسنيو په مسوولينو او چلونکو پورې اړوند وباله.

نوموړي وويل، چې رسنۍ نه دي توانېدلي، چې د خلکو د غوښتنو او ذوق مطابق خپرونې وړاندې کړي.

هغه دا هم وويل، چې ډيری رسنيو د بهرنيو دونرانو امکاناتو ته کتلي او د ځان بساينې هڅه يې نه ده کړې، نو ځکه اوس له ستونزو سره مخ شوي دي.

د افغانستان دشمال د خبريالانو د ټولنيز بنسټ مشر ګلاب شاه باور پژواک خبري اژانس ته  وويل، چې په رسنيو کې ډېری کارکونکي د شخصي اړيکو له لارې استخدام شوي، چې کاري وړتيا نه لري.

هغه زياته کړه، چې رسنيو  د دې لس کلونو په اوږدو کې د خپل راتلونکي لپاره د مالي سرچينو د پيدا کولو هڅه نه ده کړې، نو ځکه اوس يو زيات شمېر رسنۍ له رسنيز فعاليت څخه لوېدلې دي. 

د ګلاب شاه باور په وينا، د ټاکنو په رانږدې کېدو سره، په شمال زون کې د خبريالانو پر وړاندې ستونزې هم زياتې شوې دي.

د هغه په خبره، چې يو شمېر زورواکان هڅه کوي،څو خبريالان تر خپلې اغېزې لاندې راولي.

په شمال کې د يو شمېر رسنيو چلوونکي او لوستونکي  هم وايي، چې  په دې وروستيو کې يو زيات شمېر رسنۍ له خپرنيز کاروان څخه پاتې شوې دي.

په مزار شريف کې د ازادۍ راډيو خبريال مجيب الرحمن حبيب زي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې  په مزار شريف کې ځينې خپرونې د اقتصادي ستونزو له امله له چاپه پاتې دي.

نوموړي د بېلګې په ډول د بيدار ورځپاڼې يادونه وکړه،د دې تر څنګ چې دولتي ورځپاڼه ده، خو بيا هم له تېرو ۱۵ ورځو راهيسې نه ده چاپ شوې.

د رابعه بلخي په نوم د سيمه ييزې راډيو د نشراتو مسوولې مبينه خيراندېش پژواک ته وويل،چې مخکې دغې راډيو ۱۸ ساعته خپرونې درلودې، چې اوس يې د خپرونو ساعتونه دولسو ته را کم شوي دي.

هغې وويل، چې د امکاناتو نشتوالی او اقتصادي ستونزې د دې لامل شوي، چې د دوی ځينې راډيويي خپرونې بندې شي.

 

Related Topics