کندهار (پژواک ١٤ وږى ٩٢): د کندهار د ميوند ولسوالۍ په دوو جلا پېښو کې د اوو ښځو په ګډون ١٥ تنه ټپيان شوي دي.
د کندهار – هرات پر لويه لاره د ميوند ولسوالۍ په ساحه کې نن (د وږي ١٤مه) سهار شاوخوا نهه بجې يو ٣٠٣ موټر له سراچه موټر سره ټکر شوى، چې د يوې مېرمنې په ګډون په کې ٧ تنه ژوبل شوي دي.
د ميوند ولسوال صالح محمد نورزي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د کابل بس ترانسپورټ شرکت اړوند درې سوه درې ډوله موټر له هرات څخه د کندهار پر لور او سراچه موټر له کندهار څخه د هلمند پر لور روان وو، چې د دې ولسوالۍ د هوټل په سيمه کې سره ټکر شول.
هغه زياته کړه، په پېښه کې د سراچه موټر سپرلي چې شمېر يې اوو تنو ته رسېږي ټپيان او د پوليسو له لوري روغتون ته رسول شوي دي.
د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل وايي، چې امنيتي پوليس د پېښې ځاى ته د پلټنې په موخه ورغلي او د ٣٠٣ بس چلوونکى يې نيولى دى.
پر لويو لارو د ترافيکي پېښو ډېروالى د سړکونو د خرابولي، د موټر چلوونکو د نه مسلکيتوب او بې احتياطۍ له امله رامنځته کېږي، چې په ډېرى مواردو کې يې مرګ ژوبله تر امنيتي پېښو زياته ګڼل کېږي.
د يو بل خبر له مخې، د همدې ولسوالۍ په شاغاسي کلا سيمه کې پر يوه کور د توغول شوي هاوان د لګېدو له امله د يوې کورنۍ د شپږ مېرمنو په ګډون اته تنه ټپيان شوي دي.
د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل وايي، چې د ملي اردو ځواکونو د ميوند ولسوالۍ په شاغاسي کلا سيمه کې د وسله والو مخالفينو د فعالتيونو د مخنيوي په موخه عمليات پيل کړي، خو تېره شپه وسله والو د يادو ځواکونو د ويشتلو په نيت هاوان توغولى او پر يوه کور لګېدلى دى.
دى وايي، په دې پېښه کې د يوې کورنۍ د شپږو مېرمنو په ګډون اته تنه ټپيان شوي، چې د امنيتي ځواکونو له خوا روغتون ته رسول شوي دي.
هغه زياته کړه، چې په دې سيمه کې د وسله والو د هاوان توغوونکې ډلې د نيولو په موخه د ملي اردو سرتېرو له لوري پلټونکي عمليات دوام لري.
څو ورځې وړاندې وسله والو مخالفينو په کندهار ښار کې د کابل بانک مخې ته هم د يوه ځانمرګي بريد په ترسره کولو سره ملکي وګړو او پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې وه.