کابل (پژواک ٢٤ وږى ٩٢): په کابل کې د انګلستان سفير وايي، چې که طالبان په ټاکنو کې برخ واخلي او ويې ګټي، نو دوى به يې ملاتړ وکړي، خو له ټاکنو تېښته به يې د افغانستان د خلکو له پرېکړې د دې ډلې د وېرې په مانا وي.
په کابل کې د انګلستان سفير ريچارډ سټګ د ډيموکراسۍ د نړيوالې ورځې په مناسبت په خپله مقاله کې ليکلي: ((که چېرته طالبان غواړي په دغو ټاکنو کې د ګډون وياړ ترلاسه کړي او په ټاکنو کې د برخه اخيستو لپاره يو نوماند معرفي کړي، نو دا د دوى حق دى.))
د لومړي ځل لپاره د يوه برېتانوي چارواکي دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې وسله والو طالبانو په افغانستان کې د مېشتو بهرنيو ځواکونو او افغان حکومت پر وړاندې په وسله واله مبارزه ټينګار کړى او په ټاکنو کې يې ګډون د وخت ضايع کېدل بللي دي.
سټګ په دې مقاله کې کاږي: ((د نړۍ په ګوټ ګوټ کې خلک د ډيموکراسۍ ورځ د خپلو مشرانو او خپلې حکومتوالۍ، چې بنسټيز حق يې شمېرل کېږي نمانځي، په داسې حال کې چې افغانان د اوږدو کلونو لپاره له دغه حق څخه محروم وو، چې ظالم او استبدادي حکومتونه پرې تپل شوي وو.))
د انګلستان سفير زياتوي، په تېرو يوولسو کلونو کې وضعيت بدلون موندلى، د افغانستان خلک به د راتلونکي کال د وري په ١٦مه د خپل مشر د ټاکنې لپاره د رايې صندوقونو ته ځي او ټول افغانان به له دغه حق څخه برخمن شي.
نوموړي هيله څرګنده کړې، چې ډېرى خلک به د افغانستان له ټولو سيمو په دغو ټاکنو کې برخه واخلي.
سټګ د نوم ليکنې نوي بهير، د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د نوو غړو ټاکنې او د ټاکنو د قانون تصويب ته په اشاره وايي، چې ټاکنو ته د چمتووالي پروسه په ښه ډول مخته ځي.
نوموړي په ځانګړې توګه په دې پروسه کې د خپل هېواد د رول په اړه ويلي، دا چې افغانان د ټاکنو له لارې خپل راتلونکى مشر ټاکي، دوى ترې بشپړ ملاتړ کوي او په افغان ټاکنو کې له کوم مشخص نوماند څخه ملاتړ نه کوي.
د انګلستان سفير زياتوي: ((موږ د ټاکنو په بهير کې لاسوهنه نه کوو، افغانان له بل هر چا ښه پوهېږي، چې څوک د مشرۍ لپاره مناسب دي.))
د نوموړي د ليکنې له مخې، په هغه صورت کې چې له دوى د ډاډمنو او منظمو ټاکنو د ترسره کېدو او افغان چارواکو د ملاتړ غوښتنه وشي، نو دوى به له امنيتي ځواکونو سره کار وکړي، څو افغانان په پراخ ډول په ټاکنو کې له وېرې پرته ګډون وکړي.
استګ زياتوي: ((موږ به د ټاکنو له خپلواک کمېسيون سره د درغليو د مخنيوي په پروسه کې کار وکړو. موږ په ټول هېواد کې خلک د ټاکنو په پروسه کې پراخه ګډون ته هڅوو.))
هغه همدارنګه څرګنده کړه، چې د افغانستان راتلونکى ولسمشر ډېر ستر مسووليت پر غاړه لري.
سټګ د ولسمشر حامد کرزي د وخت د لاسته راوړنو ادامه د دغه مسووليت يوه برخه وګڼله او ليکلي يې دي، چې د افغانستان د ثبات او اقتصادي ودې لپاره اړتيا ده چې راتلونکى حکومت له ټول هېواد څخه بېلابېل استعدادونه په کار وګوماري.
د هغه په باور، په حکومت کې د ټولو طالبانو د ګډون د برخې په اړه ډاډ، افغانستان پر يوه ځواکمن هېواد بدلولى شي.
د هغه په خبره، انګلستان او نور هېوادونه د افغانستان اوږدمهالي ملاتړ ته ژمن دي او پر همدې بنسټ به له دغه هېواد سره خپلو نږدې همکاريو ته ادامه ورکړي.
نوموړي د خپلې ليکنې په اوږدو کې کاږي: ((هر څومره چې افغان ولسمشر وغواړي، له موږ سره خپلې همکارۍ ژورې کړي، په هماغه اندازه موږ کولى شو له افغانستان څخه زيات ملاتړ وکړو.))
د انګلستان سفير په دې مقاله کې د راتلونکي کال ټاکنو ته په اشارې ليکلي، چې دا په وروستۍ لسيزه کې اساسي قانون ته په پام سره د واک لومړى سياسي لېږد دى، چې له يوه افغان مشر څخه بل ته لېږدول کېږي او د افغانانو په خاطرو کې به پاتې شي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن