Language

پاکستان د سرحدي نښتې له امله افغانستان ته احتجاج وکړ

کابل ( پژواک ۲۷ وږی ۹۲ ) : د پاکستان دسرحدي نښتې له امله چې په ترڅ کې یو شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، افغانستان ته شکایت کړی دی.

پاکستانیو رسنیو د وږي په ۲۷مه، خبر ورکړی، چې دافغانستان او پاکستان ترمنځ د ګډې پولې د بلوچستان ایالت د ژوب په سیمه کې دافغانستان له خاورې له شویو بریدونو له امله پنځه تنه عام وګړي او ۲۰ نور ژوبل شوي دي.

خو د بلوچستان ایالت د ژوب سیمې یو تن لوړ پوړي دولتي چارواکي بي بي سي ته ویلي دي چې د ژوب د قمر الدین کاریز په سرحدي سیمه کې دافغانستان د سرحدي ځواکونو او وسلوالو طالبانو ترمنځ نن نښته رامنځته شوې وه.

سرچینې زیاته کړې چې ددې نښتې پر مهال یو شمیر کسان چې په کروند کې په کارونو بوخت وو، په مرمیو لګیدلي او مرګ ژوبله ورته اوښتې ده.

دغه چارواکي ویلي چې په وژل شویو کسانو کې څلور نارینه او یوه ښځه ده او  په دې نښته کې یو شمیر طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کندهار امنیه قوماندان جنرال رازق بیا دا ادعا ردوي او زیاتوي چې دوی نن دافغانستان په خاوره  د وسلوالو طالبانو پر ضد عملیات ترسره کړي دي.

هغه پژواک ته وویل چې دوی په دې عملیاتو کې د مرګ ژوبلې راپور نه لري.

بلخوا د  پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن په اسلام اباد کې  دافغانستان شازدافیر غوښتی و او هغه ته یې ددې سرحدي نښتې په اړه شکایت کړی او د پلټنو غوښتنه یې کړې ده.

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.