منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۳۸ غ.و
۲۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

د پاکستان له بندخونو ۳۰۰ افغانان ازاد شول

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۱۴ کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ۲۷ کب ۱۴۰۴): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې په روانه اونۍ کې د پاکستان له بندخونو ۳۰۰ افغانان خوشي او هېواد ته راستانه شوي دي.

یاد وزارت د سپین‌بولدک د لېږد امریت د راپور له مخې لیکلي، دغه کسان له یوې ورځې تر دوو میاشتو بندیان وو چې تر خوشي کېدو او په دغه امریت کې تر ثبت او بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو سیمو ته ولېږدول شول.

د یادونې ده، څه موده مخکې هم د پاکستان له بندخونو ۲۰۰ افغانان ازاد شوي وو.