کابل (پژواک ٢٨ وږى ٩٢): د پخواني افغان لومړي وزير ډاکټر يوسف لمسۍ حميرا منصوري د المان هېواد په راتلونکو پارلماني ټاکنو کې برخه اخلي.
٣٤ کلنه حميرا منصوري د المان په راينلاند ښار کې زېږېدلې ده، خو اوسمهال د دغه هېواد په ويورڅبورګ ښار کې اوسېږي او د همدې ښار په فرانکن وارته پوهنتون کې د سوسيالوژۍ استاده ده.
دغه افغان ټبره المانۍ مېرمن د سوسيال ديموکرات ګوند لپاره د المان په ويورڅبورګ ښار کې د سوسيال ديموکرات ګوند مستقيمه نومانده ده.
نوموړې د خپلې کانديداتورۍ په اړه ويلي: “زما په فکر د المان سوسيال ديموکرات ګوند له دغه کار (زما له نومولو) سره يو مثبت زيګنال ورکړی دی. په دې توګه دغه ګوند څرګندوي، چي د المان د نفوس جوړښت (بېلا بېلوالی) بايد په پارلمان کې هم تر سترګو شي.”
حميرا منصوري په تېرو کلونو کي د لومړي ځل له پاره افغانستان ته هم راغلې وه او دلته يې له خپلې مور سره چې له ۲۰۰۲ کال راهيسې په افغانستان کې بشري مرستې کوي، په کارونو کې مرسته کړې ده.
هغه په افغانستان کې د بهرنيو سرتېرو له وتلو سره مخالفت لري او وايي، که بهرني سرتېري له افغانستان څخه ووځي، نو افغان ولس به له ستونزو سره مخ شي.