Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د جرمني له پوهنتونونو د ماسټرۍ په برخه کې ٥٤ افغانان فارغ شول

کابل (پژواک ٢٩ وږى ٩٢): د جرمني د برلين او بوخم ښارونو له پوهنتونو ٥٤ افغانانو د انجنيرۍ او اقتصاد په برخو کې د ماسټرۍ سندونه ترلاسه کړل.

د برلين له پوهنتون څخه ٢٤ افغانان، چې د هېواد د يو شمېر پوهنتونونو د بېلابېلو پوهنځيو استادان او نوماند استادان و، د ماسټرۍ په برخه کې فارغ شوي دي.

دغو کسانو په ٢٠١١ کال کې په ياد پوهنتون کې د ماسټرۍ زده کړې پيل کړې وې.

فارغ شوي يوه تن سيد عبدالله وليزي د وږي په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له ماسټرۍ زده کړو فارغ شوو ٢٤ کسانو د دريو کلونو په موده کې د کمپيوټر ساينس په بېلابېلو برخو کې زده کړې کړې دي.

هغه زياته کړه، چې د برلین د تخنیکي پوهنتون د کمپیوټر ساینس او الیکټریکل انجنیرينګ د پوهنځي د نړیوالو او فرهنګی اړیکو د مرکز په تخنیکي او علمي ملاتړ او د المان د بهرنیو چارو وزارت په لګښت يې د ماسټرۍ زده کړو دغه دوره بشپړه کړې ده.

هغه وويل، چې وړمه ورځ د جرمني د بهرنیو چارو په وزارت کې د برلین د تخنیکي پوهنتون د چارواکو له خوا د افغانستان د لوړو زده کړو د یوه پلاوي په شتون کې د دغو کسانو د فراغت په موخه مراسم نيول شوي وو.

وليزى وايي، چې په دغو مراسمو کې د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د علمي مرستيال  پوهنتوال محمدعثمان بابري په مشرۍ پلاوي، په برلین کې د افغانستان سفیر ډاکټر عبدالرحمن اشرف، د برلین تخنیکي پوهنتون پروفیسورانو، د جرمني د بهرنیو چارو وزارت مرستندویانو او نورو مېلمنو ګډون کړی و.

د برلین تخنیکي پوهنتون د کمپیوټر ساینس او الیکټریکل انجنیرینګ پوهنځي د نړیوالو او فرهنګي اړیکو مرکز (Ziik) د افغانستان د لوړو زده کړو له وزارت سره له ۲۰۰۳ کال راهيسې د معلوماتي ټیکنالوجۍ د ودې او پرمختګ په برخه کې ګډ کار کوي.

 دوی د کابل پوهنتون په ګډون په ځینو پوهنتونونو کې د معلوماتي ټیکنالوجۍ مرکزونه جوړ کړي او له دې لارې یې د پوهنتونونو د محصلانو، کارکوونکو او استادانو لپاره د کمپیوټر د زده کړو کورسونه دایر کړي دي.

د هرات پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځی یې تأسیس کړی او د هغه لپاره یې د برلین په تخنیکي پوهنتون کې نصاب جوړ کړی دی.

وليزى وايي، چې د دغه مرکز په نوښت د افغانستان د کمپیوټر ساینس د پوهنځیو د ودې په موخه د ماسټرۍ پروګرام پیل شو.

د دغه پروګرام په لړ کې په ۲۰۱۰ کال کې ۲۴ افغانان چې د افغانستان د بېلابېلو پوهنتونو استادان وو د برلین له تخنیکي پوهنتون نه فارغ شول او دا دی اوس ۲۴ نور په ۲۰۱۳ کال کې فارغ شول.

د هغه په وينا، پلان دی چې ۲۵ نورو کسانو ته به هم د ماسټرۍ پروګرام په ډېر لنډ وخت کې پیل شي. یاد مرکز پلان لري چې د کمپیوټر ساینس په برخه کې د دوکتورا پروګرام هم پیل کړي.

 د یادونې ده، د ماسټري پروګرام د لومړۍ دوري مالي لګښت د آلمان حکومت او د افغانستان له پراختیايي بودیجې چې نړیوال بانک ورکوله، ورکړل شوی دى. د ماسټري پروګرام د دویمې دورې ټول مالي لګښت د المان د بهرنیو چارو وزارت د المان د علمي خدماتو د تبادلې (DAAD) د مرکز له خوا ورکړل شوی دی.

په همدې حال کې د المان په یو بل ښار بوخم کې شاوخوا ۳۰ کسانو د اقتصاد او مدیریت په برخو کې ماسټري واخیسته.

هغه پروګرام هم دې ته ورته دی خو د اقتصاد په برخه کې کار کوي چې د هغې په لړ کې له دې مخکې هم ۳۰ کسانو په ياده برخه کې ماسټري اخیستې وه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.