ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې د طالبانو شپږ قوماندانان وژل شوي

غزني کې د طالبانو شپږ قوماندانان وژل شوي

author avatar
20 Sep 2013 - 14:50
غزني کې د طالبانو شپږ قوماندانان وژل شوي
author avatar
20 Sep 2013 - 14:50

غزني ښار (پژواک ۲۹ وږی ۹۲): د ملي اردو ځواکونه وايي، چې په غزني ولايت کې د بېلابېلو عملياتو په ترڅ کې د شپږو قوماندانانو په ګډون ١١ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په غزني کې د ۲۰۳ تندر قل اردو د دريمې لوا وياند نظيف الله سلطاني د وږي په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې يې د غزني په ګيرو، قره باغ او اندړو ولسواليو کې ځانګړي عمليات ترسره کړي دي.

هغه زياته کړه، چې په دغو عملياتو کې د شپږو قوماندانانو په ګډون اوه وسله وال وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.

سلطاني وايي، چې ياد قوماندانان په ګيرو ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال وژل شوي او د جسدونه يې هم له دوى سره دي.

د نوموړي په وينا، په دغو عملياتو کې افغان ځواکونو او ملکي خلکو ته زيان نه دى رسېدلى.

بلخوا وسله وال  طالبان وايي، چې د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د يوې چاودنې پر مهال ۳ د ملي اردو سرتېری وژل شوي او څلور نور ژوبل دي.

د سيمې اوسېدونکي هم پر ملي اردو چاودنه تاييدوي، خو د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه لري.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.