کابل ( پژواک ٣٠ وږى ٩٢) : حکومت په ميدان وردګو ولايت کې د تېرو٢٤ ساعتونو په ترڅ کې ۲۸ وسله والو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اوښتوادعا کړې ده.
د ميدان وردګو ولايت د رسنيو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په مرکز ميدان ښار،چک،دايميرداد او سيداباد ولسواليو کې د عملياتو او نښتو په ترڅ کې د وسله والو د دوو قوماندانانو په ګډون ١٤ تنه وژل شوي او څوارلس نور ټپيان دي.
خبرپاڼه زياتوي، چې د ملي اردو يو سرتېری هم د نښتې په ترڅ کې ټپي شوی او د عملياتو په لړ کې يوه اندازه مهمات او وسلې هم دامنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
د خبرپاڼې له مخې،تېره شپه د ميدان ښار په دره کهنه خمار او کوټه عشرو سيمو کې د عملياتو او هوايي بريد په ترڅ کې د وسله والو طالبانو يو قوماندان مهزت ، چې په زنځير مشهور و له نهو ملګرو سره وژل شوى او يو بل په ټپي حالت کې د ملي اردو ځواکونو له خوا ژوندى نيول شوى دی .
خبرپاڼه ليکي،په عملياتو کې د ملي اردو يو سرتېری ټپي شوی،يوکلاشينکوف او يوه اندازه مهمات هم د ملي اردو ځواکونو لاسته ورغلي دي.
سرچينه کاږي ، چې د ميدانښار په کشمري سيمه کې دوه وسله وال، چې غوښتل يې د سړک تر غاړې ماين ځای پرځای کړي د خپل ماين د چاودنې په ترڅ کې وژل شوي .
دغه راز خبر پاڼه زياتوي، چې د سيداباد په باغک سيمه کې د عملياتو په ترڅ کې دوه وسله وال طالبان وژل شوي او د درې وزيرستانيانو په ګډون پنځه نور ټپيان شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، د چک په بند چک سيمه کې له امنيتي ځواکونو سره د نښتې په ترڅ کې پنځه وسله وال طالبان ټپيان شوي دي.
د سرچينې په وينا، چې د دايميرداد په چينو سيمه کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې، چې په ترڅ کې يې د وسله والو يو سرګروپ ملا عبدالرحمن وژل شوی او درې ملګري يې ټپيان شوي دي .
طالب وياند ذبيح الله مجاهد په ميدان وردګو کې د خلکو ملګرو د وژل کېدو شوې ادعا رد کړه او وايي، چې ميدانښار ته نږدې په بسراق سيمه کې يې د اردو په سرتېرو بريد کړى او د ملي اردو درې سرتېري يې ټپيان کړي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن