مزارشريف (پژواک ٣١ وږى ٩٢): د سر پل د ګوسفندي ولسوالۍ د امنيه قوماندانۍ جنايي مدير څارمن محمدظاهر وايي، چې د دغه ولايت لوړ پوړي امنيتي چارواکي په فساد کې د ښکېلوالي له امله تر طالبانو ډېر خطرناک دي.
ظاهر په ځانګړې توګه د سرپل ولايت د نظامي څارنوالۍ يادونه کوي، چې له امله يې لسګونه امنيتي افسران دندې پرېښودو ته اړ شوي؛ خو نظامي څارنوالي يې څرګندونې بې بنسټه بولي.
څارمن محمد ظاهر د وږي په ۳۱مه په مزارشريف ښار کې په خبري غونډه کې خبريالانو ته وويل، چې د ۱۳۹۱کال د لسمې مياشتې په ۱۳مه، د سرپل ولايت د ګوسفندي ولسوالۍ په اله غند کلي کې پر يوې مېرمن جنسي تېرى شوی و.
نوموړي زياته کړه، چې په دې پېښه کې د ګوسفندي ولسوالۍ د جنايي پخوانۍ مدير ښکېل و، چې له پېښې لس ورځې وروسته يې د جنايي مدير په توګه پر دنده وګومارل شو.
د هغه په وينا، پر دندې له ګومارلو سره نظامي محکمې د ياد جنسي تېري په اړه تر څېړنو لاندې ونيو، په داسې حال کې هغې مېرمنې چې جنسي تېری پرې شوی و، هم رسماً اعتراف کړی، چې څارمن محمد ظاهر پر دې د جنسي تېري په قضيه کې ښکېل نه دی.
محمد ظاهر وويل، چې د سرپل ولايت نظامي څارنوالۍ تر اوسمهاله په دې دوسيه کې تر څېړنو لاندې ونيو او د ده پر موقف يې منفي اغېز وکړ.
نوموړي زياته کړه، کله چې يې پر نظامي څارنوالۍ د ځان د سپيناوي په اړه ټينګار وکړ، نو د يادې څارنوالۍ د څېړنې د برخې مسوول محمد شفيع ور څخه د ۱۰۰۰ امريکايي ډالرو غوښتنه وکړه.
د هغه په وينا، له دې وروسته د فساد پر وړاندې د مبارزې رياست ته يې د پېښې د څېړلو وړانديز وکړ، چې دغه رياست څارنوال محمد شفيع ونيو؛ خو څو ورځې وروسته بېرته پرېښودل شو.
محمد ظاهر وويل، چې څارنوال محمد شفيع له پرېښودو سره سم ده ته د مرګ ګواښونه وکړل.
نوموړي زياته کړه، چې همداراز د سرپل ولايت نظامي څارنوال ډګروال عبدالمنان هم ده ته د مرګ ګواښونه وکړل.
د هغه په وينا، يوه اونۍ کېږي، چې دندې ته نه ورځي او د مرګ د ګواښونو له امله د خپل ژوند وروستۍ شېبې شماري.
محمد ظاهر وويل، چې دغه ډول امنيتي مسوولين دغه هېواد ته تر وسله والو طالبانو ډېر خطرناک دي.
نوموړي زياته کړه: ((تاسو د طالب له ټوپک څخه د وتي مرمۍ پوچک وګورئ، چې له کومه ځايه دغه مرمۍ تر وسله والو طالبانو رسېدلې ده، همدغه ډول پوليس د طالبانو مرسته کوي او د افغانستان امنيتي ځواکونه تر پوښتنې لاندې راولي.))
د هغه په وينا، طالبان خو د افغانستان ښکاره دښمنان دي؛ خو دغه ډول امنيتي مسوولين په دولت کې دننه د امنيتي ځواکونو خلاف کړنې ترسره کوي، چې له امله يې امنيتي ځواکونه پاشل کېږي.
محمد ظاهر وويل، چې د تېر يو کال په اوږدو کې لسګونو امنيتي افسرانو د ډګروال عبدالمنان په څېر مسوولينو له امله دندې پرېښودو ته اړ شوي دي.
خو د سرپل ولايت نظامي څارنوال ډګروال عبدالمنان د محمد ظاهر څرګندونې بې بنسټه وبللې.
نوموړي زياته کړه، چې دی هېڅکله د جنسي تېري د پېښې په تړاو څارنوالۍ ته نه دی غوښتل شوی او نه ترې څېړنې شوې دي.
د هغه په وينا، محمد ظاهر له دندې د ناوړې ګټې پورته کېدو په تور د استيناف محکمې له خوا دوی ته پېژندل شوی او دوسيه تر څېړنې لاندې ده.
ډګروال منان وويل، چې د روان کال د چنګاښ مياشت کې له ده سره ۲۳ پېښې ثبت دي، چې يواځې ۷ يې څارنوالۍ ته معرفي کړې او پاتې يې خپله د قانون خلاف پای ته رسولې دي.
نوموړي زياته کړه، چې پوليس هېڅ دوسيه له دريو ورځو زياته له ځان سره نه شي ساتلی، بايد څارنوالۍ ته يې معرفي کړي خو محمد ظاهر دغه کار نه دی کړی.
د هغه په وينا، لا هم له دوی سره د محمد ظاهر دوسيه رسميت لري او دوی يې څېړي.
د سرپل ولايت د امنيه قومنداني د امنيت امر سمنوال سخي داد حيدري پژواک ته د يادې دوسيې پخلی وکړ.
نوموړي زياته کړه، چې له تېر يو کال څخه د نظامي څارنوالۍ او د ګوسفندي د جنايي مدير تر منځ لانجه روانه ده.
د هغه په وينا، څلور ورځې وړاندې نظامي څارنوالۍ د ګوسفندي جنايي مدير محمد ظاهر د څېړنو لپاره غوښتی و؛ خو د دې پر ځای چې هغه څارنوالۍ ته ورشي، له اجازې پرته يې له رسنيو سره خپله دوسيه شريکه کړې ده.
سمونوال حيدري وويل، چې له دوی سره له تېرو څلورو ورځو محمد ظاهر غير حاضر دی او د غير حاضرى رسمي مکتوب يې د کورنيو چارو وزارت ته هم استولی دی.
نوموړي د سرپل ولايت د امنيتي ځواکونو په اړه د محمد ظاهر ټولې څرګندونې رد کړې.