ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات محبس بنديان په بد روغتيايي حالت کې اعتصاب ته دوام ورکوي

د هرات محبس بنديان په بد روغتيايي حالت کې اعتصاب ته دوام ورکوي

author avatar
28 Sep 2013 - 17:08
د هرات محبس بنديان په بد روغتيايي حالت کې اعتصاب ته دوام ورکوي
author avatar
28 Sep 2013 - 17:08

هرات ښار (پژواک ٦ تله ٩٢): د هرات زندان د نږدې دوه زره بنديانو اعتصاب نن په اومه ورځ هم روان دى او ويل کېږي چې د ٢٠ بنديانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.

له تېرې يوې اونۍ راهيسې د هرات زندان سلګونو بنديانو چې ډېرى يې سياسي دي، د نامناسبو شرايطو، دوسيو ته د نه رسېده ګۍ او د ولسمشر د فرمان په اساس د دوی له بنده نه ازادولو په اعتراض د ډوډۍ نه خوړلو پر اعتصاب لاس پورې کړى دى.

ځايي چارواکي وايي، چې د دغه زندان د لومړي او دويم بلاک تر ١٧٠٠ ډېرو بنديانو دروازې تړلې او اعتصاب ته يې دوام ورکړى دى.

د هرات د ښاري څارنوالۍ رييس ګل احمد رامش د تلې په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې محبوسين لا هم په شدت د نه خوړو اعتصاب ته دوام ورکوي او پر خپلو غوښتنو ټينګ ولاړ دي.

هغه زياته کړه، تېر مازديګر د دوی د موظف څارنوال د راپور پر بنسټ د لومړي بلاک د اعتصاب کوونکو له منځه شل تنه يې په ناروغيو اخته شوي، خو اعتصاب کوونکو لارې تړلې، هېڅ ډول درمل او نور امکانات نه شي ور وړلى.

بنديانو هم له پژواک اژانس سره د اړيکو پر مهال حکومت خپلو ستونزو ته په نه پاملرنې تورنوي او زياتوي چې دوى په ډېر خراب حالت کې دي.

دوى له مرکز څخه د يوه باصلاحيته پلاوي د راتګ او خپلو ستونزو د هوارولو غوښتنې لري.

دوى دا هم وايي، چې په زندان کې د څلور سوه بنديانو ظرفيت شته، خو اوس په کې ٣٠٠٠ بنديان مېشت دي.

د هرات د محبس رييس مل پاسوال عبدالمجيد صادقي پرون يو شمېر خبريالانو ته زندان ته د ورتګ اجازه ورنه کړه، خو هغه تورونه يې رد کړل چې ګواکې دى له بنديانو سره سم سلوک نه کوي.

 هغه زياته کړه: ((بنديان زما په اړه کوم شکايت نه لري، هغوى د ولسمشر د فرمان پلي کېدل غواړي.))

د محبس امر د ځاى د تنګوالي ستونزه ومنله او زياته يې کړه چې مرکزي چارواکو ته يې دا ستونزه رسولې ده.

د هرات ولايتي شورا، د بشري حقوقو خپلواک کمېسيون او د مدني ټولنو فعالين هم د بنديانو غوښتنې او ستونزې پر ځاى ګڼي.

د هرات مسوولين وايي، چې له مرکز څخه يو پلاوى راغلى او ټاکل شوې چې نن به له بنديانو سره وګوري.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.