ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هرات کې سلګونو کسانو د ټاکنو د ځنډولو غوښتنه وکړه

په هرات کې سلګونو کسانو د ټاکنو د ځنډولو غوښتنه وکړه

author avatar
28 Sep 2013 - 17:13
په هرات کې سلګونو کسانو د ټاکنو د ځنډولو غوښتنه وکړه
author avatar
28 Sep 2013 - 17:13

هرات ښار ( پژواک ٦ تله ٩٢ ) : په هرات کې د يوې پراخې غونډې په ترڅ کې د راتلونکو ولسمشريزو او ولايتي شوراګانو د ټولټاکنو د ځنډولو غوښتنه وشوه.

دغه غونډه چې د تلې په ٦مه، د هرات ښار د مولاناجلال الدين بلخي په تالار کې  د لوى کندهار د ټولنيزې شورا لخوا جوړه شوې وه، پکې شاوخوا دوه زرو کسانو برخه اخيستې وه.

د يادې شورا مشر حاجي داوود خان پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې غونډه کې د هرات ترڅنګ له نورو ولايتونو سره راغلو کسانو هم برخه اخيستې وه.

هغه زياته کړه : (( زموږ موخه دا نه ده، چې يو شخص دې په واک کې پاتې شي، بلکې موږ هڅه کوو، چې يوه سرتاسري ټولټاکنې ترسره شي، څو د هېواد د ټولو سيمو اوسېدونکي په ډاډه زړه پکې ونډه واخيستلى شي.))

نوموړي دهېواد اوسني امنيتي حالت خطرناک او نازک وباله او زياته يې کړه چې له ښاري سيمو څخه بهر سيمو کې د ټاکنو هېڅ امکان نشته.

د غوڼدې يو تن وينا وال له فارياب ولايت څخه راغلي مفتي مولوي حقنواز وويل چې تر ټولټاکنو مخکې دې د سولې لپاره هلې ځلې وشي.

دا چې د ټاکنو ځنډول داساسي قانون خلاف دى، مولوي حقنواز استدلال کاوه، چې په اوسنيو شرايطو کې د ټاکنو ترسره کېدل، داساسي قانون څو مادې نقض کېږي.

نوموړي په ټاکنو کې د ټولو خلکو نه ګډون ، رڼې او عادلانه ټاکنې نه ترسره کېدل د بلګې په توګه ياد کړل.

د هرات ولايتي شورا غړي او د راتلونکو ټاکنو نوماند تور محمد ظريفي پژواک اژانس ته وويل چې ټاکنې ترسره کېدل يوه اړتيا ده، خو غوښتنه يې وکړه، چې داسې زمينه بايد برابره چې ټول خلک په ټاکنو کې برخه واخلي.

هغه زياته کړه : ((که چېرې ټاکنو لپاره شرايط نه برابريږي، نو حکومت بايد ديوې جرګې په رابللو سره په اساسي قانون کې تغير راولي او ټاکنې وځنډوي.))

دى وايي چې د شينډنډ ولسوالۍ ٩٠ سلنه د وسلوالو مخالفينو په واک کې ده او هلته ټاکنې ممکنې نه دي.

د يادې غونډې ګډونوالو ويل چې تر دې مخکې يې په يو شمېر نورو ولايتونو کې  هم دا ډول غونډې کړې دي .

دا په داسې حال کې چې پرون په هرات ښار کې ديوې غونډې په ترڅ کې چې سلګونو کسانو پکې ګډون کړى و، له زلمي خليلزاد څخه غوښتنه وکړه، چې راتلونکو ټولټاکنو ته ځان کانديد کړي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.