Language

په کندهار کې پر يوې امنيتي پوستې په بريد کې ٥ پوليسو ته مرګ ژوبله واوښته

کندهار ( پژواک ٧ تله ٩٢ ) : د کندهار ښار د دويمې امنيتي حوزې اړوند د مزداوو اډې په سيمه کې د پوليسو پر يوې امنيتي پوستې وسله وال بريد شوى، چې پکې دوه پوليس وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.

پېښه نن ماښام د اووه نيمو بجو په شاوخوا کې شوې ده.

د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل په دغه بريد کې د دوو پوليسو د ټپي کېدو خبره کوي، خو يوې باوري امنيتي سرچينې پژواک اژانس ته په دغه بريد کې د دوو پوليسو وژل کېدل او د دريو نورو ټپي کېدل ومنل.

دغې امنيتي سرچينې وويل، د پوستې پوليس په خپلو کې يو ځاى ناست وو، چې پر پنځو موټر سايکلونو سپاره وسله وال راغلل او پر هغوى يې ناڅاپي ډزې وکړې او وتښتېدل.

د سرچينې په خبره، په بريد کې دوه پوليس وژل شوي او درې نور ټپيان شوي، چې د نورو پوليسو په مرسته روغتون ته رسول شوي دي.

سرچينه وايي، تر پېښې وروسته په سيمه کې د پوليسو له خوا عمليات پيل شوي دي.

د کندهار د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال رحمت الله اطرافي هم پرته له دې چې د بريد د تلفاتو په اړه معلومات ورکړي، پژواک اژانس ته وويل، چې په دغه سيمه کې يې د بريد کوونکو د نيول کېدو په موخه عمليات پيل کړي دي.

په يوه بله پېښه کې بيا نامعلومو وسله والو کسانو يو ملکي وګړى په ډزو وژلى دى.

د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل وايي، ناڅرګندو وسله والو نن ماښام د نهمې ناحيې اړوند د ښادي نانوايي په سيمه کې پر يوه ملکي وګړي ډزې کړې او هغه يې ځاى پر ځاى وژلى دى.

دى وايي، وژل شوى کس ملکي وګړى دى او په کومه دولتي اداره يې کار نه کاوه.

د نوموړي په وينا، پوليسو د پېښې په اړه پلټنې پيل کړې دي.

په همدې حال کې د کندهار ښار په ميرويس مېنه کې يو ماين چې د واده د يوه سالون مخې ته ايښودل شوى و، کشف او له منځه وړل شوى دى.

د کندهار ښار د اتمي امنيتي حوزې آمر عبدالودود سرحدي پژواک ته وويل، چې ماين د سړک پر غاړه د واده د يوه سالون مخې ته ايښودل شوى، چې پوليسو تر کشفولو وروسته چاودنه ورکړې او چا ته پکې زيان نه دى اوښتى.

دى وايي، د تېرو څو ورځو راهيسې يې په همدې ساحه کې تر لس زيات ماينونه کشف او شنډ کړي دي.

هغه دا هم وويل، چې د ماينونو د ښخولو په تور يې دوه کسان هم نيولي، چې له چادريو څخه په استفاده به يې په دغه ساحه کې ماينونه ځاى پر ځاى کول.

د يادو شويو پېښو په اړه وسله والو مخالفينو څه نه دي ويلي.

Related Topics