Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

افغانستان کينيا ته په لويې ماتې ورکولو نړيوال جام ته يو ګام نور نږدې شو

کابل (پژواک ١٠ تله ٩٢): افغانستان د کرکټ په يوه ورځنۍ لوبه کې کينيا ته لويه ماتې ورکړه او د ٢٠١٥ زېږديز کال نړيوال جام ته يو ګام نور هم نږدې شو.

دا لوبه د ٢٠١٥ کرکټ نړيوال جام ته د لار موندلو په ترڅ کې د کرکټ د نړيوال ليګ سياليو برخه وه.

د افغانستان د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د تلې په ١٠مه د متحده عربي اماراتو د شارجې له لوبغالي څخه د ټيلېفون په ليکه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دې لوبې پچه کينيا وګټله او لومړى يې په خپله د لوبې کولو پرېکړه وکړه.

هغه زياته کړه، چې د افغانستان د توپ اچوونکو د ښې لوبې له امله د کينيا ټوله لوبـډله په ٣٧،٥ اوورنو کې په ٨٩ منډو وسوځېده او افغانستان ته يې د ګټلو لپاره د ٩٠ منډو هدف کېښود.

هوتک وويل، چې د افغانستان له لوري تېز توپ اچوونکي حميد حسن ډېره په زړه پورې لوبه وکړه او د کينيا څلور لوبغاړي يې وسوځول.

دغه راز دى وايي، چې د افغانستان له لوري شاه پور ځدراڼ ٢، سميع الله شينوارى ٢، همزه هوتک او رحمت شاه يو يو لوبغاړي وسوځول.

د کرکټ بورډ وياند وويل، چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د کينيا له خوا ورکړل شوى هدف په ډېرې اسانۍ سره د دوو لوبغاړو په سوځېدو په اتلسم اوور کې ترلاسه او لوبه يې وګټله.

د ملي لوبډلې له لوري نوروز منګل او شهزاد محمدي په زړه پورې لوبه وکړه، نوروز د څلورو شپږيزو په مټ ٥٢ او شهزاد  ٣٣ منډې وکړې.

حميد حسن د دې لوبې غوره لوبغاړى وټاکل شو. 

د افغانستان لپاره له کينيا څخه دوه يوه ورځنۍ لوبې ګټل اړين دي او د دغو لوبو په  ګټلو سره افغانستان د کرکټ د ٢٠١٥ کال يو ورځنيو سياليو نړيوال جام ته لاره پيدا کوي.

د کينيا او افغانستان تر منځ دويمه يوه ورځنۍ د راتلونکې جمعې په ورځ ترسره کېږي، د دې لوبې په ګټلو سره به افغانستان نېغ په نېغه نړيوال جام ته ورسېږي.

تر دې مخکې افغانستان وړمه ورځ کينيا ته په شل اووريزه لوبه کې ماتې ورکړه.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.