کابل (پژواک ١٠ تله ٩٢): افغانستان د کرکټ په يوه ورځنۍ لوبه کې کينيا ته لويه ماتې ورکړه او د ٢٠١٥ زېږديز کال نړيوال جام ته يو ګام نور هم نږدې شو.
دا لوبه د ٢٠١٥ کرکټ نړيوال جام ته د لار موندلو په ترڅ کې د کرکټ د نړيوال ليګ سياليو برخه وه.
د افغانستان د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د تلې په ١٠مه د متحده عربي اماراتو د شارجې له لوبغالي څخه د ټيلېفون په ليکه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دې لوبې پچه کينيا وګټله او لومړى يې په خپله د لوبې کولو پرېکړه وکړه.
هغه زياته کړه، چې د افغانستان د توپ اچوونکو د ښې لوبې له امله د کينيا ټوله لوبـډله په ٣٧،٥ اوورنو کې په ٨٩ منډو وسوځېده او افغانستان ته يې د ګټلو لپاره د ٩٠ منډو هدف کېښود.
هوتک وويل، چې د افغانستان له لوري تېز توپ اچوونکي حميد حسن ډېره په زړه پورې لوبه وکړه او د کينيا څلور لوبغاړي يې وسوځول.
دغه راز دى وايي، چې د افغانستان له لوري شاه پور ځدراڼ ٢، سميع الله شينوارى ٢، همزه هوتک او رحمت شاه يو يو لوبغاړي وسوځول.
د کرکټ بورډ وياند وويل، چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د کينيا له خوا ورکړل شوى هدف په ډېرې اسانۍ سره د دوو لوبغاړو په سوځېدو په اتلسم اوور کې ترلاسه او لوبه يې وګټله.
د ملي لوبډلې له لوري نوروز منګل او شهزاد محمدي په زړه پورې لوبه وکړه، نوروز د څلورو شپږيزو په مټ ٥٢ او شهزاد ٣٣ منډې وکړې.
حميد حسن د دې لوبې غوره لوبغاړى وټاکل شو.
د افغانستان لپاره له کينيا څخه دوه يوه ورځنۍ لوبې ګټل اړين دي او د دغو لوبو په ګټلو سره افغانستان د کرکټ د ٢٠١٥ کال يو ورځنيو سياليو نړيوال جام ته لاره پيدا کوي.
د کينيا او افغانستان تر منځ دويمه يوه ورځنۍ د راتلونکې جمعې په ورځ ترسره کېږي، د دې لوبې په ګټلو سره به افغانستان نېغ په نېغه نړيوال جام ته ورسېږي.
تر دې مخکې افغانستان وړمه ورځ کينيا ته په شل اووريزه لوبه کې ماتې ورکړه.