Language

د ماين چاودنې د اردو څلور سرتېري ووژل

لښکرګاه (پژواک ١٠ تله ٩٢): چارواکي وايي، چې د هلمند په ناوې ولسوالۍ کې د ماين چاودنې د ملي اردو څلور سرتېري وژلي دي.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک د تلې په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياده پېښه نن له غرمې مخکې د خوجک بابا په سيمه کې رامنحته شوې ده.

ځواک زياتوي، د اردو سرتېري د ولسوالۍ په سوېل کې پر ګزمه بوخت وو، چې په موټر يې د سړک غاړې د ماين چاودنه رامنځته شوه.

هغه زياتوي، په چاودنه کې دوه سرتېري ټپيان شوي هم دي، چې د درملنې په موخه په سيمه کې د اردو پوځي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د عبدالله په نوم يو عيني شاهد هم وايي، چې چاودنه ډېره زوروره وه او د ملي اردو رينجر موټر يې په بشپړه توګه ويجاړ کړى دى.

وسله والو طالبانو تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ويلي.