کابل (پژواک ١٠ تله ٩٢): د ننګرهار والي او د ولسمشر سلاکار ګل اغا شېرزي، ولسمشرۍ ټاکنو ته د نوماندۍ په موخه، نن له خپلې دندې رسمي استعفا ورکړه.
د ګل اغا شېرزي د ټاکنيز کمپاين وياند ډاکټر فريدون بارکزي د چهارشنبې په ورځ رسنيو ته وويل: ” ګل اغا شېرزي، نن خپله استعفا په رسمي توګه ولسمشرۍ ماڼۍ ته وړاندې کړه.”
هغه د دې خبرو په څرګندولو سره، چې د ګل اغا شېرزي مرستيالان تر دې مهاله نه دي معلوم، زياته کړه، په دې اړه هڅې روانې دي او تر سبا پورې به د هغه مرستيالان هم په ډاګه شي.
د هغه په وينا، شېرزى د پارلمان د وکيلانو او قومي مشرانو په غوښتنې، ولسمشرۍ ټاکنو ته ځان نوماندوي.
د ويلو ده، چې ګل اغا شېرزي په تېره دوره کې هم د ولسمشرۍ ټاکنو ته ځان نوماند کړى و، خو د ولسمشر کرزي په ګټه له خپلې نوماندۍ تېر شو.
د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو لپاره د نوماندانو د نوم ليکنې لړۍ شاوخوا دوه اونۍ وړاندې پيل شوې او تر نورو څلور ورځو پورې به دوام ومومي.
له دې وړاندې د ملي وفاق ګوند مشر بسم الله شېر او د ملي ايتلاف مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د جمهوري رياست ټاکنو ته ځانونه نومولي دي.
تر دې مهاله ٧٣ کسانو د جمهوري رياست د نوماندۍ معلوماتي کڅوړې ترلاسه کړې، خو تراوسه يې نوم ليکنه نه ده کړې.
افغان ځواکونو ته د امنيتي چارو د لېږد کمېسيون مشر ډاکټر اشرف غني احمدزى، پخواني جهادي مشر استاد عبدالرب رسول سياف او حاجي محمد محقق د ولسي جرګې له غړيتوب، د ولسمشر د امنيتي چارو لوى سلاکار عبدالرحيم وردګ هم ولسمشرۍ ټاکنو ته د نوماندۍ په موخه، له خپلو دندو استعفاوې کړې دي.
د ناتاييد شويو راپورونو له مخې، د بهرنيو چارو وزير زلمي رسول هم په همدې موخه له خپلې دندې استعفا کړې ده.
ټاکل شوې، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د راتلونکي کال د وري په ١٦مه ترسره شي.