ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات پوهنتون د نجونو ليليې ته نوې ودانۍ جوړيږي

هرات (پژواک ١٠ تله ٩٢): د هرات پوهنتون د نجونو ليليې لپاره د نوې ودانۍ د جوړېدو کار پيل شو.

 د هرات والي سيد فضل الله وحيدي پژواک اژانس ته وويل، چې د ليليې ودانۍ په څلورو پوړونو کې په پاخه او اساسي ډول په يونيم کال کې جوړېږي.

هغه زياته کړه، پر ياده ودانۍ  پنځه ميليونه  امريکايي ډالره لګښت راځي، چې د امريکا سفارت له لوري ورکول کېږي.

 هرات کې د امريکا کونسل جين جانګ وايي، چې له دې مرستې يې موخه په افغانستان کې د زده کړو وده په ځانګړې توګه د نجونو د زده کړو لپاره وړ شرايط برابرول دي.

د لوړو زده کړو وزارت مرستيال محمد عثمان بابري د امريکا له دې مرستې مننه وکړه او زياته يې کړه، چې هرات پوهنتون تر دې مخکې د نجونو ليليه نه لري، چې له امله يې نجونې له ستونزو سره مخ وې.

بابري زياته کړه، نوې ودانۍ به په نړيوالو معيارونو برابره جوړه شي، چې ټولې اسانتياوې او دغه راز پرمختللى کتابتون او  انټرنېټ به هم ولري.

 د نوموړي په وينا، په نوې ودانۍ کې د٣٥٠ نجونو لپاره د اوسېدو ټولې اسانتياوې په پام کې نيول شوې دي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.